1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهارۍ میرمنې: نور جنګ د څه له پاره؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

د کندهار په ۴۰ درجې ګرمي کي یو زیات شمیر هغه کندهارۍ میرمني، چي په روانه اوږده جګړه کي يې خاوند، اولادونه، پلار، ورور، زامن اود کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړي دي یو لاریون وکړ.

https://p.dw.com/p/3dFLS
Afghanistan Kandahar Frauen Friedensdemonstration
انځور: DW/M.I. Spezelai

له ځینو ښځو سره خپل کوچني اولادونه هم په دغه ښاري لاریون کي ملګري وو.لاریون کوونکي ښځي او کوچنیان بیلا بیل شعارونه له ځان سره لیږدوي، چي په شعارونو کي له جنګه نفرت اود تلپاتي سولي غوښتنه لیکل سوې ده.

د لاریون ګډونوالي په یو اواز له دولت او وسله والو طالبانو غواړي، چي همدانن د رښتیني سولي ږغ ته لبیک ووايي، د بندیانو د ازادولو بهیر چټک کړي او د تلپاتي اوربند پر خبره بیله قید او شرطه «هوکړه» وکړي.

د جمیلې په نامه د لاریون یوې ګډونوالي، چي خاوند او ورور يې پروسږکال په یوې بمي چاودنه کي وژل سوي اوس یوه لمن عیالونه ور پاته دي همدغه خبره کوي.

نوموړې وايي، دا وطن له ډیرو کلونو راهیسي د جنګ په لمبو کي راګیر دی او د دغه اور لمبې د هرچا په پرتله عام ولس ته د سراومال ډېر تاوانونه رسولي دي.

جمیله غواړي، چي هرڅومره ژر کیدای سي، د جګړې اور خاموش او ټول جنګیالي د جنګ پرځای د هیواد ابادۍ ته ملا وتړي، ترڅو افغانان هم  په ارامه یوه ګوله ډوډۍ وخوري: «آ طالبه وروره او عسکره وروره ! نور کلاشنکوف وغورځوئ، د خدای په خاطر نور جنګ بس دی. دغه جنګ زموږ په وطن کي د هر کور څخه جنازې ایستلي دي. موږ ښځي تاسي ته خواست کوو، چي ورو وژنه بس کړئ!»  

فوزیه، چي خاوند يې له تیرو شلو کالو راهیسي ژوندی ورک دی، په ژړغوني اواز وايي، که جنګ نه وای! نو ولي به يې میړه ژوندی ورکیدای.

د دې په خبره، دا یوازي نه ده، د لاریون ټولي ښځي د جګړې په اور سوځولي دي او نور دغه کور خرابی جنګ نه غواړي: «موږ غواړو، چي حکومت او طالبان دي خپل په لاس کي بندیان ژر خلاص کړي، چي ژر سوله راسي او کورونه مو پر ارامه سي. که طالب مري، هم يې مور په زهیریږي، که عسکر وژل کیږي هم يې خور، مور او نور دوستان په غم کښېني. د خدای په خاطر، د دغو مؤمنانو په خاطر موږ نورجنګ نه غواړو اود سولي ارامانجني یو.»

په کندهارکي یوزیات شمیر ښځي پرداسي مهال په لاریون کي د دولت او وسله والو طالبانو څخه د بندیانو د ازادیدو د بهیر پر چټکوالي اودایمي اوربند ټینګار کوي، چي په دې وروستیو کي نژدې دوه زره طالب بندیان د افغان دولت له زندانونو او یوشمیر افغان سرتیري اود ولتي کسان بیا د طالبانو له لخوا ازاد سوي دي.

په کندهارکي مدني فعالان اود بشري حقونو پلویان هم غواړي، چي په دغه هیواد کي د تلپاتي سولي په خاطر په جګړه کي ښکېلي غاړي د شخصي او کوچنیوغوښتنو پرځای ملي ګټو ته پام وکړي، ځکه په ملي ګټو کي د ټول افغان ولس خیر نغښتی دی.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار