1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د طالبانو د مشر د سفر موخه څه وه؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۹, شنبه

د طالبانو مشر په کندهار کې خپل انزوا ځای پریښی او د دې ډلې له چارواکو سره د لیدو لپاره د افغانستان پلازمینې کابل ته تللی دی. کابل ته د نوموړي د دغه بې ساري سفر موخه څه ده؟

https://p.dw.com/p/4g1e0
Taliban Führer  Hibatullah Akhundzada
هبت الله اخندزاده ، چې یوازې یو عکس یې په عام محضر کې خپور شوی، بیخي کم  په عام محضر کې راڅرګندېږي.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

فرانسې  خبري اژانس د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۱۷ نېټه) ناوخته د طالبانو د الاماره سایټ په حواله ویلي چې د طالبانو مشر په یوه نادره سفر له لوړپوړو طالب چارواکو سره د ليدو ته لپاره پلازمینې کابل  ته تللی دی.

دغه سفر وروسته له هغې چې د بزګرانو او طالبانو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ډلې تر منځ د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په جریان کې نښتې رامنځته شوې او دغه راز په یوشمیر سیمو کې سیلابونو د سلګونه کسانو ژوند اخیستی ترسره کیږي .

د طالبانو وېب پاڼې ویلي چې هبت الله اخندزاده د پنجشنبې په ورځ (د مې په شپاړسمه) د طالبانو د کورنیو چارو په وزارت کې د دغې ډلې د ۳۴ واليانو په حضور کې وینا وکړه.

د جمعې په ورځ په دې سایټ کې د خپرې شوې وینا د لنډیز له مخې، د طالبانو مشر په «یووالي او اتفاق» ټینګارکړی.

په خبر پاڼه  کې راغلي: «د الهي مکلفیت په توګه په اطاعت ټینګارشوی او زیاته شوې چې د اسلامي شریعت د احکامو او اصولو تطبیق باید د  شخصي ګټو پر وړاندې لومړیتوب ولري.»

 د طالبانو مشردا هم ویلي چې د چارواکو په ټاکنو کې له «محبوبیت او شخصي اړیکو» ډډه وکړئ.

هبت الله اخندزاده ، چې یوازې یو عکس یې په عام محضر کې خپور شوی، بیخي کم  په عام محضر کې راڅرګندېږي او په کندهار کې له یوې پټې ماڼۍ څخه امر صادروي. اداره او کابینه یې په کابل کې ده او له همدې ځایه د نوموړي پریکړې عملي کوي.

یوه لویدیځي ډیپلومات فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د دې سفر هدف ښایي د « د کورني  نظم او یووالي تامین » وي دغه راز کیدای شي بل هدف یې په بدخشان کې د می مياشتې وروستۍ ناکرارۍ وي.

د بدخشان د لاریونونو تر شا څه دي؟

شاهدانو ویلي  چې طالب ځواکونو د کوکنارو د کروندو د پاکولو په اعتراض کې چې په ۲۰۲۲ کال کې هبت الله اخندازاده منع کړي د کلیوالو د پاشلو یا تیت پرک کولو لپاره ډزې کړي.

دغه راز طالب چارواکي  اړ دي چې په ننګرهار ولایت کې د کوچیانو د اعتراضونو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې طالبان د داعش ترهګرې ډلې له منظمو مرګونو بریدونو سره هم مخ دي.

لویدځي ديپلومات زیاته کړه: « کله چې د طالبانو تر منځ اختلاف او درز رامنځته کېږي، په کندهار کې د هغوى مشر ټولو ته یادونه کوي او د خپلو کسانو تر منځ د یووالي هڅه کوي.»