1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې دښځو له پاره د ناروغیو خطرمخ پر زیاتیدو دی»

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د آلمانۍ ډاکټرې شتیفاني بروک د اټکل له مخې په افغانستان کې د ښځو له پاره روغتیایي خدمتونه مخ په خرابیدو دي. په تیره بیا هغه ښځې چې په کورونو کې بندې پاته دي، له خپلو ناروغیو بې خبره دي او ډاکټر ته مراجعه نه کوي.

https://p.dw.com/p/4SSLq
Welthunger-Index | Eine Frau mit ihrem Baby auf eier Unterernährungsstation in Afghanistan
انځور: Felipe Dana/AP/dpa/picture alliance

آلمانۍ ډاکټرې شتيفاني بروک له «فرانکفورتر الگیمانن زونټاگس څایتونګ» سره په مرکه کې وویل: «زه ددې انتظار لرم چې د ویني لوړ فشار او شکر په څېر ناروغۍ به لا پسي پراخې سي، دا ځکه هغه ښځي چې په کورونو کې بندې دي، د دغو ناروغیو په هکله بې خبره پاته کيږي.» د هغې په خبره دا ډول ناروغۍ د امیدوارو ښځو له پاره هم خطر پیښوي.

ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو

سربیره پر دې نوموړې ډاکټره چې په افغانستان کې یې دوه واره د بې سرحده ډاکټرانو له سازمان سره کار کړی دی، اندیښنه لري چې ښځي ډيری وخت معاینه خانو او یا هم کلینیکونو ته نه ورځي. هغه زیاتوي:«د زده کړو د کمښت له امله ښایي په راتلونکي کې ښځي په دې ونه پوهیږي چې هغوی په داسي یوه حالت کې دي چې ښایي مرسته ورسره سوې وای، خو هغوی به یې اصلاً غوښتنه ونه سي کولای«. د هغې تر ټولو لویه اندیښنه داده چې ښایی نارینه ډاکټران به نور اجازه ونلري د ښځو درملنه وکړي. د نوموړې په آند به »دا واقعاً یو لوی ناورین وي».

«د ښځو د بيا کار ته تګ طرحه به ژر نهايي شي»

په هغه کلینیک کې چې ډاکټری بروک کار کاوه، تر ټولو زیات پکښي داسي ښځې تر درملنې لاندي نیول کیدې چې د حاملگۍ او یا هم زیږون پروخت به له ستونزو سره مخامخ وې. ځینو به یې د هورموني درملنې له لاری دې ته آماده کیدې چی د امیدواره کیدو او نارینه اولاد د زیږیدیو چانس یې لوړ کړای سي. دغه ډاکټره وایی: «ما ولیدل چې له ښځو سره به د هغوی خواښیانې هم راتلې او کله چې به یې د غبرګونو اولادو څخه نجوني ژوندۍ پاته کیدې، نو وروسته به یې خپلې نږورګانې وهلې ډبولې. او کله چې به مې تر عملیات وروسته هغوی ته د یوې نجلۍ د زیږیدو مبارکي ورکوله نو ډیری وخت به یې هغه ته د پيغور په سترګه کتل».

د ملګرو ملتو په حواله په افغانستان کې د زیږیدون پر وخت د ښځو د مړینې کچه په نړیواله سطحه ډیره لوړه ده.

GP/BS/AG