1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د اوکراین په جنگ کي د سوله ایزو نوښتونو اعلان کړی

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

چین د اوکراین د جنگ د ختمیدو پخاطر د سولي د خپلو ابتکاراتو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Ngvo
Deutschland | Münchener Sicherheitskonferez | Wang Yi
انځور: Johannes Simon/Getty Images

د چین خارجه وزیر، وانگ یې د مونشن په امنیتي کنفرانس کي نن شنبه وویل: « موږ به یو څه وړاندي کړو، کوم چی به د اوکراین د جنگ د ختمیدو په خاطر د چین موقف بیان کړي». په خبره یې «موږ به د سولې او ډیالوگ طرف ته ثابت ودریږو.«

خو وانگ یې په عین حال کي پر هغو قوتونو باندي هم انتقاد وکړ، چي جیو-سیاسي علاقه مندۍ تعقیبوي او ورته د اوکراین د خلکو کړاو او عذاب لږ اهمیت لري. خو دا چي دغه انتقاد به د اوکراین څخه د غربي دولتونو نظامي حمایې ته متوجه ؤ، معلومه نه سوه، داسي لکه هغه چي د روسیې د مسئولیت د دقیقي ارزیابۍ څخه ډه ډه وکړه. 
زموږ د ارشیف څه یو تصویري البوم: