1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

چارواکي: پاکستان د افغان مهاجرو د اخراج نوې لړۍ پيلوي

۱۴۰۳ فروردین ۲, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ترینګلتيا د پراخیدو په ترڅ کې، پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې په راتلونکې مياشت کې به له دغه هېواد څخه د افغان مهاجرو د اخراج له پاره نوې هڅې پېل کړي.

https://p.dw.com/p/4dxz7
تر اوسه د نيم میليون په شا او خوا کې افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي
آرشيف انځور: کندهار ته له پاکستان څخه ستانه شوي کډوالانځور: Arghand/Xinhua/picture alliance

پاکستان هغو افغان مهاجرو ته چې په دغه هېواد کې یې د اوسيدو قانوني اسناد نه لرل، د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې ضرب الاجل ټاکلی وو چې له دغه هېواد څخه ووځي او وروسته یې بيا د هغو په اجباري اخراج لاس پورې کړ. د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې له هغه وخت راهېسې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغانان له پاکستان څخه وتلي دي.

پاکستان امنيتي انديښنو او پر خپل ناوړه اقتصادي وضعيت فشار ته په اشارې سره له خپلې دې پريکړې څخه دفاع کوي خو شنونکي وايي چې دا ګام د طالبانو پر ادارې د فشار اچولو له پاره پورته شوی دی څو هغوی د سرحد په اوږدو کې د جنګيالو پر وړاندې اقدام وکړي.

د خيبر پښتونخوا ایالت يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «نظامي دستګاه موږ ته خبر راکړی دی چې د هغو افغان مهاجرو د بيرته ستنولو دويمه لړۍ چې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، تر اختر وروسته ښايي پېل شي.»

هغه وويل: «د اخراج د دې پړاو جزيات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.»

په پېښور کې د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل د «هغو افغانانو چې قانوني اسناد نه لري» د هدف ګرځولو د عملياتو دويمه مرحله به ښايي تر اختر وروسته پېل شي.« کوچنی اختر د اپريل مياشتې په دويمه اونۍ کې دی.

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د خيبر پښتونخوا پوليسو ته د هغو کورونو د په نښو کولو لارښوونه شوې ده چې هغه افغانان پکې ژوند کوي چې د اوسيدو قانونی اسناد نه لري.»

هغه وويل چې «تر اوسه فدرالي حکومت د دې عملياتو د څرنګوالي په اړه کومې ځانګړې لارښوونې نه دي کړې.»

دغه چارواکي وويل چې پوليس په سيمه کې د ميشتو افغانانو په اړه د معلوماتو په راټولو پېل کړی دی.

په ميليونونو افغان مهاجر په دې وروستيو لسیزو کې په افغانستان کې د جګړو او تاوتريخوالي په دليل په پاکستان کې ژوند کوي چې له دوی څخه یې څه نا څه ۶۰۰ زرو له هغه وخت راهېسې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې طالبان په دويم ځل واک ته ورسېدل، پاکستان ته پناه وړې ده.

يوې کراچۍ ميشتې وکیلې منزه کاکړ، چې په پاکستان کې د میشتو افغانانو مدافع وکیله ده، وويل: «افغانان په ويره کې ژوند کوي؛ هغوی نه پوهيږي چې څه به ورسره پېښ شي.»

د طالبانو په دويم ځل واکمنېدو راهېسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا په دوامداره توګه مخ پر زياتېدو ده.

اسلام آباد په کابل کې د طالبانو پر ادارې تور لګوي چې پاکستاني جنګیالو ته یې پناه ورکړې ده او هغوی ته اجازه ورکوی چې د پاکستان پر خاوره بريد وکړي. خو د طالبانو حکومت دا ډول تورونه ردوي.  

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې اعلان کړی وو چې د پاکستان پوځ د دوشنبې پر سهار په افغانستان کې دننه په خوست او پکتيکا ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي څو هغه جنګيالي په نخښه کړي چې د پاکستان په خاوره کې د وروستيو بریدونو مسئول وو.

راستانه شوي کډوال له څه شي شکایت کوي؟

خو طالب چارواکو ويلي ول چې په دې بمبارۍ کې اته ملکيان چې ټول یې ښځې او ماشومان ول، وژل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت دا هم ويلي ول چې سرحدي ځواکونو یې د پولې په اوږدو کې د پاکستان نظامي پوستې په «درنو وسلو» هدف ګرځولي دي. داسې رپوټونه هم وو چې دواړه لوري په يوه نښته کې ښکیل شوي او پر يو بل متقابل فیرونه کړي دي.

د پاکستان د شخړو او امنيت د مطالعاتو موسسې څخه چې يو اسلام آباد ميشته څېړنيز مرکز دی، ويلي دي چې په تېر میلادي کال کې د وسله والو حملې چې په يوه مياشت کې ۵۴ بريدونه هم پکې شامل دي، «په پرله پسې ډول د زياتېدو په حال» کې وې او دا چې له ۲۰۱۴م کال راهېسې تر ټولو ډېرې حملې وې. په همدې کال کې د پاکستان پوځ د وسله والو ډلو پر ضد پراخ عمليات پېل کړل.

د خيبر پښتونخوا يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د طالبانو اداره د پاکستان هغه شکایتونه چې وايي جنګيالو د افغانستان په قلمرو کې پناه اخيستې ده، «جدي» نه نيسي.

د پولې په اوږدو کې د پوستو د جوړولو پر سر په منظم ډول وسله والې نښتې کيږي او د مهاجرت په تړاو د نظر د اختلافاتو په دليل تجارتي لارې تړل کيږي.

ب. ص/ س. ر (AFP)