1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

څرنگه له ککړي هوا څخه ځان وژغورو

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

د هوا ککړتیا هغه څه دي چې د انسانانو له خوا چاپیریال ته وړاندي شوي چې روغتیا یا ایکوسیستم ته زیان رسوي. په هوا، اوبو او خاوره کې د ککړتیا بیلابیل ډولونه، د ګازونو، درنو فلزاتو، کیمیاوي موادو، باکتریا او حتی غږ په بڼه وي.

https://p.dw.com/p/4LpnV
Iran Smog in Teheran
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د روغتيا نړيوال سازمان د خبر له مخې، ککړه هوا په فضا کې د زياتو ککړتياو لکه دوړو، لوګو، ګازونو او بخارونو شتون دی چې په اوږده موده کې انسان ته زيان رسوي. روغتیا  ته زيان رسوونکې ککړه هوا او اصلي لاره يې د تنفسي سیسټم له لارې ده.

د دې ککړتیاو تنفس کول زموږ د ټول بدن په حجرو کې د سوزش، اکسیډیټ فشار، معافیت فشار، او میوټاجینسیس لامل کیږي چې پر سږو، زړه، مغزو او نورو ارګانونو اغیزه کوي او په پاي کې د ناروغۍ لامل کیږي.

د بدن نږدې ټولې برخې ککړه هوا اغیزمنې کولی شي. د دوی د کوچنۍ اندازې له امله، ځینې هوا ککړونکي کولی شي د سږو له لارې د وینې جریان ته ننوځي او په ټول بدن کې وڅرخي، چې د سیسټمیک التهاب او سرطان لامل کیږي. سټروک، د زړه ناروغي، د سږو اوږدمهاله خنډ، د سږو سرطان، سینه بغل او ورته ناروغي د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کیږي.

هغه ککړونکي مواد چې د عامې روغتیا له پاره تر ټولو لوی خطر لري د کوچنيو ذراتو، کاربن  اکساید، اوزون، نایتروجن ډای اکسایډ او سلفر ډای اکسایډ دي.

ماشومان، زاړه کسان او میندواره مېرمنې د ککړي هوا اړوند ناروغیو څخه ډیر اغيزمن دي.

د امریکا د سږو ټولنې ځینې ساده او اغیزمنې لارښوونې نوم لړ وړاندې کړی چې تاسو او ستاسو کورنۍ د هوا د ککړتیا له خطرونو څخه ساتي:

ستاسو په سیمه کې د هوا د ککړتیا ورځني وضعیت وګورئ. کله چې د ککړي هوا کچه لوړه وي په بهر کې د تمرین کولو څخه ډډه وکړئ. کله چې هوا خرابه وي، د دې پر ځای چې د سپورت له پاره ولاړ شئ، په کور کې پاتې شئ او ورزش وکړئ.

تل  د ترافیکي ګنې ګوڼي سیمو ته نږدې تمرین کولو څخه ډډه وکړئ. حتی کله چې د هوا کیفیت ظاهرا ښه وي، په مصروف لویو لارو کې موټر کولی شي تر ۵۰۰ مترو پورې د ککړتیا لوړه کچه رامینځته کړي.

په کور کې لږه انرژي وکاروئ. برېښنا او د انرژۍ نورې سرچینې د هوا د ککړتیا لامل کیږي.

Syrien Idlib | Kafr Nabudah Camp | Asmaa al-Muhammad
انځور: Omar al-Bam/DW

لرګي او کثافات مه سوځوئ

د لرګیو سوځول او کثافات د ککړتیا یو له اصلي سرچینو څخه دی. هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې په کور کې سګرټ وڅکوي.

له دې جملې څخه ځینې داسې خواړه هم شته چې پر بدن باندې د هوا د ککړتیا اغېزې کوي.

روميان لايکوپين لري، يو انټي اکسیډنټ چې د تنفسي سيسټم له پاره د هوا څخه د دوړو ذراتو په وړاندې د محافظتي طبقې په توګه کار کوي.

کورکمن یو پیژندل شوی انټي اکسیډانټ دی او ویل کیږي چې د سږو د زهرجن اغیزو څخه د ککړتیا په ساتنه کې مرسته کوي. دا د ځيګر زهر هم کموي.

ليمويي ميوې: ليمويي ميوې لکه نارنج، انګور او ليمو له ويټامين سي څخه بډايه دي. د ليمويي ميوو منظم مصرف د سګرټ د ناوړه اغېزو په کمولو او د سږو په روغتيا ساتلو کې مرسته کوي.

شین چای: شین چای چې په انټي اکسیډنټونو بډای دی، کولی شي ستاسو په بدن کې د زهري موادو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. په ورځ کې د دې چای دوه پیالې څښل ګټور دي.