1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپولنډ

پولند او استرالیا له اسرائيله وضاحت غوښتی

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

په غزه کې په وژل شوو مرستندويانو کې د بریتانیا، پولنډ او استراليا اتباع شامل دي. پولنډ او استرالیا له اسرائيله د وضاحت غوښتنه کړې. اسرائيل وايي يوه خپلواکه ډله به تحقیقات وکړي. د غزې وضعیت له «فاجعې بدتره» ښودل شوی.

https://p.dw.com/p/4eLaa
ډبليو سي کا په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دوی کارکونکي د مرمۍ ضد موټرو کې چې دوو ېې د دغه سازمان لوګو درلودلې سفر کاوه چې بريد پرې وشو
ډبليو سي کا په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دوی کارکونکي د مرمۍ ضد موټرو کې چې دوو ېې د دغه سازمان لوګو درلودلې سفر کاوه چې بريد پرې وشوانځور: Mohammed Saber/EPA

وژل شوو کسانو د ورلد سنټر کچن (ډبليو سي کې) په نوم مرستندوېې موسسې له پاره کار کاوه چې د دغه سازمان په خبره د دوشنبې په ورځ د غزې تړانګې په مرکز کې د اسرائيل په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د پولند د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په پلازمينه وارسا کې وويل: «موږ د اسرائيل له سفارت، د اسرائيل له امنيتي ځواکونو او پوځ څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.» ویاند زیاته کړه: «موږ پوهيږو چې حمله د غزې تړانګې د شمال په مرکزي برخه کې شوې چې په وژل شوو کسانو کې يو پولنډی هم شامل دی.»

د وياند په خبره دغه وزارت حاضردمه د ورلد سنتر کچن (WCK) مرستندوی سازمان او رسنیو پر معلوماتو تکیه کوي او دا چې وزارت د قرباني له خپلوانو سره خپله غمشريکي ښودلې ده.

په غزه کې د مرستندويې موسسې (يو ان اف پي اې) مشر، دامنیک الین، وايي په غزه کې وضعیت «له فاجعې بد» دی او که جګړه دوام وکړي، نو څه به پېښ شي
په غزه کې د مرستندويې موسسې (يو ان اف پي اې) مشر، دامنیک الین، وايي په غزه کې وضعیت «له فاجعې بد» دی او که جګړه دوام وکړي، نو څه به پېښ شيانځور: AFP/Getty Images

په وژل شوو کسانو کې د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا دوه ګوني تابعیت لرونکي هم شامل دي. ډبليو سي کا په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دوی کارکونکي د مرمۍ ضد موټرو کې چې دوو ېې د دغه سازمان لوګو درلودلې سفر کاوه چې بريد پرې وشو.  

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ (د اپرېل ۲مه) وويل چې یوه خپلواکه او مسلکي مجربه ډله به د «ډبليو سي کې» سازمان د ۷ تنو وژل شوو کارکوونکو د پېښې په هکله تحقیقات وکړي.

د اسرائيل د پوځ ویاند، دانیل هاګري، په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه پېښه به «د حقیقت موندنې او ارزونې میکانیزم» په چوکاټ کې ترسره شي. هاګري زیاته کړې چې د «ډبليو سي کا» له مشر، چیف خوزه اندریس سره ېې خبرې کړي او د پېښې په هکله ېې ورسره ژوره خواشينې شريکه کړې ده.

د ډبليو سي کې موسسې اجرائيوي مشرې، ايرین ګور ويلي: «دا یوازې پر ډبليو سي کا باندې حمله نه ده، دا پر ټولو بشري سازمانونو حمله ده. میرمن ګور زیاته کړه: «دا نه هېرېدونکې ده.»

د استرالیا لومړي وزير، انتوني البانیزي، په دغه برید کې د یو ۴۴ کلن لالزاومي فرانکام وژنه تائيد کړې او وايي چې حکومت ېې اسرائيل سره د وضاحت له پاره په اړیکه کې شوی دی.

رپوټونه وايي په غزه کې د ډبلیو سي کا مرستندویه موسسې موټرونه دوشبنه د اپریل دوهمه د اسرائيل هوايي ځواکونو له خوا په نخښه شول
رپوټونه وايي په غزه کې د ډبلیو سي کا مرستندویه موسسې موټرونه دوشبنه د اپریل دوهمه د اسرائيل هوايي ځواکونو له خوا په نخښه شولانځور: Ahmed Zakot/REUTERS

البانیزی د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وويل: «دا یوه انساني تراژيدي ده چې باید هېڅ کله رامنځ ته شوې نه وی. دا په بشپړه توګه د نه منلو ده او استرالیا د پوره او موثرې حساب ورکونې په تعقیب کې ده.»

په دې منځ کې په غزه کې د مرستندويې موسسې (يو ان اف پي اې) مشر، دامنیک الین، ويلي دي چې هغه «وحشت وهلی» شوی. نوموړی وايي که په غزه کې جګړه لا پسې دوام وکړي، نو څه به پېښ شي. هغه د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې وضعیت له «فاجعې څخه هم اوښتی» دی. پر وینا ېې غزه کې ډنګر او له لوږې سره مخ خلک د خپلې ورځنۍ ډوډۍ له پاره هڅې کوي په داسې حال کې چې دارو درمل هم په شدت کم دي.

اسرائيل له اودې مودې راهیسې دا مسئله ردوي چې ګواکې دوی په غزه کې د عاجلو خوراکي موادو د ویش مخنيوی کوي. اسرائيل وايي ستونزه د نړیوالو مرستندویه موسساتو کمزوري ایجاد کړې چې سبب شوې مرستې اړمنو کسانو ته ونه رسيږي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل