1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کي اوربند بې له تمدیده پای ته رسیږي

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

د ملګرو ملتونو په حواله په یمن کي د اوربند د تمدید په باب خبري د اوس له پاره بیله کومي نتیجې څخه پای ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4HgLV
Jemen Waffenruhe vereinbart
انځور: AP

د یمن له پاره د ملګرو ملتونو خاص نماینده، هانس ګرونډ بیرګ د یکشنبې په ماښام د خبرو د ناکامیدو په هکله مایوسي ښکاره کړه، خو ویې ویل چي غواړي پر اوربند باندي د یوې موافقې رامنځته کولو پخاطر کوښښ وکړي.

د اوربند د مودې تر ختمیدو لږ وروسته د دغه هیواد په څو ولایتونو کي بیا د نښتو او کشمکشونو خبرونه ورکړل سوي دي. خیریه سازمانونو بیا آلارم ږغولی دی.

په دغه هیواد کي د سعودي عربستان په رهبرۍ یو نظامي اتحاد د دغه هیودا له حکومتي قواوو سره په ګډه د حوثي یاغیانو پرضد جنګیږي، کوم چي د شمال ډېري منطقې یې تر کنټرول لاندي دي. ریاض دغي ډلي ته د خپل دښمن هیواد ایران د یوه ور غځول سوي لاس په حیث ګوري.