1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډنمارک کي د عراق سفارت مخې ته قران کریم ته اور اچول شوی

۱۴۰۲ مرداد ۲, دوشنبه

د اعتراض کوونکو یوې کوچنۍ ډلې د دوشنبې په ورځ د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د مسلمانانو د مقدس کتاب، قران کريم يوې نخسې ته اور واچاوه. دوی دغه کار د عراق د سفارت مخې ته وکړ.

https://p.dw.com/p/4UJf5
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: Sobhan Farajvan/Pacific Press Agency/IMAGO


دغه اقدام کېدای شي د عراق او ډنمارک ترمنځ ديپلوماتيکې اړېکو د لا ترينګلي کېدو سبب وګرځي.

د اعتراض کوونکو دغه ډله چې ځان «دانش پېترويت» یا ډنمارکي وطنپالان ښيي، تېره اوونۍ هم په ورته یوه اقدام لاس پوري کړی وو چې د فېسبوک شبکې له لارې ېې په ژوندۍ بڼه خپراوه.

تر دې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم دوو کسانو د سويډن پلازمېنې ستاکهولم مرکزي مسجد څخه بهر د قرآن کریم يوې نسخې ته اور واچاوه.

ورته نورو ولولئ: مظاهره کوونکو په بغداد کې د سويډن پر سفارت هجوم وروړی

دغه اقدام د یو شمېر اسلامي هیوادونو له خوا وغندل شو. د شنبې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې په زرونو مسلمانانو په وروستیو کې په سویډن او ډنمارک کې د اسلام ضد اعتراضونو په جریان کې د قران کريم د سوځولو یا سپکاوي په غبرګون کې مظاهرې وکړې.

ورته نورو ولولئ: طالبانو په افغانستان کې د سویډن پر هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه

مظاهره کوونکي د عراقي ګوندونو او ایران ته د نژدې وسله والو ډلو له خوا ېوې غونډې ته رابلل شوي ول.

د عراق د حکومت په اعلاميه کې ويل سوي ول چي دا کړنې د کرکې او کرکې ډکه روحيه ښيي چې د بيان د آزادۍ له اصولو څخه بهر دي.

ورته نورو ولولئ: ایران: نه د سویډن سفیر منو او نه ورته خپل سفیر استوو

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د تېرې پنجشنبې په ورځ د سویډن دغه عمل وغانده. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې ارتباط په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو: «د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کي د يوه ليبرال افراطي له خوا د قران کریم د نسخې سوځول او د بيان د آزادۍ په پلمه د سويډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.»

ورته نورو ولولئ: ملگري ملتونه: د قران سوځول کرکجن عمل دی چي د پارونی له پاره طراحی سوی

ایران او مراکش هم د قران کریم سوځولو اقدام ته په کلکه غندلی وو. ایران ويلي ول چې دغه کړنه د «منلو وړ نه ده» او مراکش بیا په ستاکهولم کې خپل سفير ورغوښتلی وو.

mks/nz/(Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل