1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دو ورځو کې تر ۵۵۰۰ ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي دي

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

د ايټاليا حکومت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ ۵۵۷۳ کډوال د دغه هېواد جنوبي ساحلونو ته رسېدلي دي. د شمېرو له مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره کډوال راجستر شوي چې د تېر کال په پرتله کابو څلور چنده دي.

https://p.dw.com/p/4PMoc
آرشیف: په مدیترانه سواحلو کي د کډوالو کښتۍ
آرشیف: په مدیترانه سواحلو کي د کډوالو کښتۍانځور: picture alliance/dpa/SOS Mediterranee

د مدیترانې لارې له زیاتو خطرونو سربيره هم ډېر کډوال اروپا ته د رسېدو لپاره له همدې لارې کار اخلي.
چارواکو ویلي دي چې یواځې په تېره اونۍ کې، یعنې د شنبې او یکشنبې پر ورځو ۵۵۷۳ کسان د ايټاليا جنوبي ساحل ته رسېدلي دي. له همدې امله د رسمي شمېرو له مخې، د جنورۍ له پيل راهيسې په دغه هېواد کې څه د پاسه ٢٧ زره نوي پناه غوښتونکي ثبت شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره ډېر دي.
د دوشنبې په شپه د کب نیونکو یوه کښتۍ له شاوخوا ۶۵۰ کسانو سره د مدیترانې په سواحلو کې د دغه هیواد په جنوب کې د کالابریا سیمي ته ورسیده.


لکه څنګه چې د ایټالیا خبري اژانس انسای د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، دا کښتۍ د روچلا ایونیکا ښار ته ورسیده. دغه کډوالو غالبآ له لیبیا څخه مزل پیل او تر پنځو ورځو پورې په لاره وو. لکه څنګه چې انسای خبري آژآنس زیاته کړه، د دې کښتۍ مسافر د سوریې، پاکستان، مصر او بنګله دیش نارینه وو. دغه کډوال د ساحلي ساتونکو یا مرستندویه سازمانونو له مرستې پرته په خپلواکه توګه کلابریا ښار ته رسېدلي دي.

په اروپا کی د روما ياجټانو لالهانده ژوند
سربیره پردې، د بې سرحده ډاکټرانو خصوصي مرستندویه سازمان د مرکزي مدیترانې څخه ۱۹۰ کډوال د ایټالیا جنوبي ښار باري ته و لیږدول.
لکه څنګه چې دې سازمان اعلان کړی د جیو بارنټس کښتۍ د یکشنبې په ماسپښین په اډریاټیک ساحل کې د ایټالیاېې چارواکو لخوا ټاکل شوي بندر ته ورسیده. د جمعې په ورځ دغې کښتۍ کډوال د لرګیو له يوې زړې کښتۍ څخه نیولي وو. په دغو کسانو کې یو زیات شمیر بې سرپرسته ماشومان هم وو.
ډیری کسان تل هڅه کوي د مدیترانې له مرکز څخه د کښتۍ په واسطه له تونس او ​​لیبیا څخه د ایټالیا لامپیدوسا، مالټا، سیسل یا وچو سیمو ته  ورسیږي.

له افغانستانه د ځوانانو نا قانونه کډوالي او اندېښنې