1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: د اوبو سطحې ټيټېدل اتومي بټۍ ته لا ګواښ نه پېښوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

د زاپروژيا اتومي برېښناکوټ د سون توکو سړېدل د اتومي انرژۍ ادارې په خبره لا امکان لري. خو د کاخوفکا بند په جهيل کې بيا د اوبو سطح پر ټيټېدو ده.

https://p.dw.com/p/4SODk
د کاخوفکا بند تر ويجاړېدو وروسته حالت
د کاخوفکا بند تر ويجاړېدو وروسته حالتانځور: Libkos/AP Photo/picture alliance

د اوکراين د زاپروږيا اتومي برېښناکوټ د کاخوفکا بند تر قسمي ويجاړۍ وروسته له اړونده جهيل څخه د سون توکو د سړولو له پاره کافي اوبه ترلاسه کوي. دغه خبره د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې تائيد کړه.

يوې څېړنې جوته کړې ده چې د پمپ کولو بهير ته »هغه مهال هم دوام ورکول کېدای شي چې سطح د اوس مهال ۱۲،۷ مترو له کچې څخه ټيټه هم شي« چې د اوبو دغه سطح پخوا ستونزمنه بلل کېده. د اتومي انرژۍ ادارې اوس »د نهو مترو يا لا لږ« د نوې سطحې د حساسې نقطې په حيث تعريف کړې.په اوکراين کې د کاخوفکا بند سيلاب پراخه ساحه لاندې کړې

د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر، رافايل ګروسي، چې د اوکراين په سويل کې د زاپروږيا اتومي بټۍ ته راتلونکې اوونۍ سفر کول غواړي، وويل: «دغه څه موږ ته لږ څه زيات وخت راکوي، مخکې له دې چې ښايي د سبمالښت نورو سرچينو ته مخه کړو.«

هغه زياته کړه چې د اړتيا په صورت کې دغه اتومي پټۍ »په ګاونډ کې يوه لوی حوض او په سيمه کې کوچنيو ذخيرو او څاهانو ته اړتيا لرلی شي چې يو څو مياشتې د سړښت اوبه په اختيار کې ورکولی شي.« خو هغه وويل چې وضعيت »ډېر ناډاډمن او په بالقوه توګه خطرناک« هم دی.اوکراین روسیه د کاخوفکا د بند په الوزولو تورنه کړه

د خېرسون په شاوخوا کې د کاخوفکا بند تر ويجاړېدو وروسته د بند په جهيل کې د اوبو سطح اوس پر ټيټېدو ده.

په کيف کې د اوبو د برېښناکوټ چلونکي «اوکرهيدرو» انرژۍ شرکت ويلي دي چې د سه شنبې په ورځ د اوبو بند د تخريب له ناورين راهيسې د جمعې تر سهاره پورې د اوبو سطح ۵ متره راټيټه شوې او اوس ۱۱،۷ مترو ته رسيږي. له دې مخې اوس اوبه په ۲۴ ساعتونو کې تقريبا نيم متر ټيټيږي چې دغه لړۍ دوام لري.