1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي جنګ؛ د جي ۷ هيوادونو د عدليې د وزيرانو غونډه

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

په برلین کی د جی ۷ هيوادونو وزيران د اوکراین په جگړه کي د تر سره شويو جنگي جنايتونو د څيړلو او اروزولو په اړه سره خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/4KFBT
Ukraine Izium Untersuchung Kriegsverbrechen
انځور: Goktay Koraltan/Depo/abaca/picture alliance

په برلین کې په یوه غونډه کې د جي۷ هیوادونو د عدلیې وزیران په اوکراین کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو د څیړلو په اړه خبرې کوي. د آلمان عدلیې وزیر مارکو بوشمن تر غونډي دمخه وویل چې هدف یې د جنګي مجرمینو عدالت ته راوستل دي. سږکال آلمان د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو جي ۷ ډلې مشري پر غاړه لري. بوشمن له اوکراین څخه یوه پلاوي ته هم بلنه ورکړې ده. د کیف حکومت په اوکراین کې د روسیې د جرمونو په اړه د یوې ځانګړې محکمې د جوړيدو ملاتړ کوي.