په آلمان کې تر ټولو ښکلي ملي پارکونه
په آلمان کې ترټولو ښکلي ملي پارکونه، په آرامه فضا کې د طبیعت او څارویو ښکلاوو ننداره، چې بې سارې طبیعي منظرې په رښتیا سره د پام وړ دي - د آلمان په شمال کې له سند څخه په بايرن کې د الپن تر غرونو پورې.
په شلیزويک هولشټاین کې ملي پارک
د شلیزويک هولشټاين واټن مير ملي پارک تر ټولو لرغوني پارک دی.
د جیسموند ملي پارک
د بالتیک سمندري ټاپو Rügen د خپلو ډبرو له مخې پيژندل کیږي. ښایي د رومانتيک دورې تر ټولو مشهور آلماني انځورګر، کاسپر ډیویډ فریدریچ، د هغه انځور "چاک کلفز آن روگن" سره د هغه له پاره یو یادګار جوړ کړ.
د فورپومیرشه ملي پارک سيمه
دې ته بوډن د "بالتیک بحر لاګون" هم ویل کیږي. دا داسی سیمي دي چې د بالتیک سمندر څخه د ټاپوګانو په واسطه جلا شوي. د ملي پارک اوبه اوالګيني او د مهاجرو مرغیو له پاره د خوب او استراحت مهم ځای دی.
د هارز ملي پارک
بې شمېره افسانې او د هغې تر ټولو لوړ غره بروکین، شاوخوا پوري تړل شوي دي. ژور غبار ډېر وختونه دره پوښي او د ټیټو غرونو ځنګلونه له رازونو په ډکه رڼا کې ښکاره کوي.
د زاکسن سويس ملي پارک
د زاکسن سويس په ملي پارک کې د ډبرو جوړښتونه له ۱۵۰ کلونو راهیسې د غره ختونکو له پاره د ورتگ او ورته د رسیدلو مشهور ځای و. ځینې غونډيو او سترو ډبرو ته پلي سفر کوونکي زینو له لارې هم رسیدلی شي. د هغې د ډبرو او ځنګلونو سره د منظرې ليدلو ننداره له پورته څخه په ښه توگه ښکاري.
د هاینچ ملي پارک
د آلمان په «مینځ کې ځنګل» دا هغه څه دي چې په تورینګیا کې د هاینچ ملي پارک په دغه نوم یاديږي.
د بارین په څنگل کي ملي پارک
په آلمان کې تر ټولو زوړ ملي پارک د ۱۹۷۰م کال په اکتوبر مياشت کې تاسیس شو. د ځنګلي غرونو سیندونو په خړوبولو سره د سپروس پراخه ځنګلونه د آلمان په سویل ختیځ کې د ټیټو غرونو لړۍ ټاکي.
د تور ځنګل ملي پارک
د آلمان تر ټولو ځوان ملي پارک د هیواد په سویل لویدیځ کې موقعیت لري. د مرغانو نایاب ډولونه لکه کیپرکلی د دې د ځنګلونو په منڅ کې ژوند کوي.
بريشتيگزگادن ملي پارک
دا په الپس کې د آلمان یوازینی ملي پارک دی. په سویل ختیځ بايرن کې د برچټسګاډن ملي پارک د سختو ډبرینو درزونو سره ځانگړي شوی، خو د شنو الپین څړځایونو او روښانه غرونو جهيلونه هم لري.