1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي له ۳ میلیونه اضافه کسان آفلاین دي

۱۴۰۳ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

د جرمني د احصایوي ادارې د موندنو له مخي، په دغه هیواد کي څه د پاسه درې میلیونه کسانو هیڅکله له انترنت څخه کار نه دی اخیستی. د آفلاین کسانو ډیره برخه له ۶۵ څخه تر ۷۴ کلنو پوري جوړوي.

https://p.dw.com/p/4eZRo
Lebenserwartung in Deutschland
انځور: Sebastian Kahnert/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د احصایې ادارې د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۹ نېټه) په ویسباډن کي خبر ورکړ چي له ۱۶ کلن څخه تر ۷۴ کلنو پوري هغو کسانو شمیر چي پرته له انترنت څخه ژوند کوي، تیر کال ۳ اعشاریه یو میلون ته رسیدلی دی. دا د دغه عُمر لرونکو په گروپ کي د نفوسو ۵ سلنه جوړوي.

د نوموړو ارقامو له مخي د آفلاین کسانو ډیره برخه، له ۶۵ څخه تر ۷۴ کلن کسان جوړوي چي پوره یو پر اوومه برخه، یعني ۱۵ سلنه جوړوي. خو له ۴۵ څخه تر ۶۵ کلن پوري کسانو په ډله کي څه ناڅه ۵ سلنې هیڅکله انترنت نه دی کارولی. په ۲۰۲۳ له ۱۶ څخه تر ۴۴ کلن پوري کسانو فصدي هم ۲ سلنه وه.

لکه څنگه چي فدرالي ادارې د یورو ستارت د احصایوي ادارې د ارقامو له مخی څرگنده کړې، په ټوله اروپا کي، د آلمان په پرتله د آفلاینو کسانو فیصدي یو څه لوړه وه: تیر کال په ټوله اروپایی ټولنه کي د بالغو او پاخه عمر ځوانانو ۶ سلنه هیڅکله له انترنت  څخه استفاده نه دې کړې. د اروپایي ټولني د غړو هیوادونو ترمنځ په دې اړه په ښکاره ډول توپیر موجود دی: په لوکزامبورگ، ډنمارک، هالنډ او سویډن کي د ۱۶ او ۷۴ کلنو کسانو له یو فیصد څخه کم تر اوسه هیڅ انترنت نه دی کارولی. تر ټولو ډیره فیصدي ( ۱۴ سلنه) په کروشیا، تر هغه وروسته په یونان( ۱۳ سلنه) او همدارنگه پرتگال او بلغاریې کي هر یو ( ۱۲ سلنه) ثبت سوې ده.

آ./گ.غ.پ./ا.ا.