1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغان ښځو د زورزیاتي کچه ولې لوړیږي؟

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

د افغان ښځو شبکه وایي چې افغان مېرمنې اوس هم د زور زیاتي تر ټولو ناوړه پېښې تجربه کوي. دا شبکه سبا د (نوامبر له ۲۵مې نیټې) د ښځو پرضد د تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنۍ کمپاین پیلوي، خو آیا دغه کمپاين به اغیز ولري؟

https://p.dw.com/p/3TdFg
Häusliche Gewalt Afghanistan
انځور: DW/H.Hashimi

د افغان ښځو شبکه وایې، پر ښځو د زورزیاتي پر وړاندې ۱۶ ورځنۍ کمپاین کې نړېوال د «ښځو پرضد د تاوتریخوالي» ختمیدو ته رابولي.
دا کمپاین سبا دوشنبې (۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر ۲۵مه) پيلیږي، چې د راتلونکي دسمبر میاشتې تر لسمې نیټې به دوام وکړي.

د افغان ښځو شبکې د عدالت غوښتنې د برخې مسئولې روشن مشعل دويچه ویله ته وویل، یاد شپاړس ورځنی کمپاین به په انلاین بڼه وي چې په هغه کې به د ښځو پيغامونه او د تاوتریخوالي له منځه وړلو په اړه د عامه پوهاوي پيغامونه ورکول کیږي.

«په انلاین بڼه د ښځو پرضد د تاوتریخوالي پروړاندې دغه کمپاین کې به له کابل، ولایتونو او له هیواده بهر د ښځو او مسؤلینو پيغامونه خپریږي.»

اغلې مشعل زیاتوي د ښځو ضد تاوتریخوالي پر وړاندې شپاړس ورځني کمپاین پرمهال به تاوتریخوالي سره د مبارزې او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په موخه «پر ښځو او ماشومانو د زور زیاتي د منع قانون» مهم مواد هم خپروي.

د ښځو پرضد د تاوتریخوالي ختمولو په موخه ۱۶ ورځنی کمپاین هرکال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ترسره کیږي.

سره له دې چې افغانستان هم د ښځو پرضد د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه هرکال له دغه نړېوال کمپاین سره خپل پیوستون اعلانوي، خو په دغه هېواد کې پرښځو او ماشومانو د زورزیاتي پيښو وروستۍ شمېرې لاهم ټکان ورکونکې دي.

له دې ډلې یوازې د افغانستان لویې څارنوالۍ په تېر کال کې پر ښځو د زورزیاتي د ۲۵۰۰ پيښو د ثبت خبر ورکړی.

دغه راز، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وروستي راپور پر بنسټ، په تېرو اوو میاشتو کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پېښې ثبت شوي چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي. 

د ښځو حقونو فعالانې وایې، پرښځو د زورزیاتي ختمولو په موخه باید عملي ګامونه پورته شي.

د ښځو حقونو یوې فعالې زهرا ناظمي دويچه ویله ته وویل: «مهمه مسئله دا ده چې د ښځو پرضد تاوتریخوالی ۸ سلنه ډیر شوی، زما لپاره پوښتنه دا ده چې د فیمینست ښځو فعالیتونو څه ګټه کړې؟ او د دې فعالیتونو اغیز څه دی؟ ولې پرځای د دې چې تاوتریخوالی کم شي هغه لا پسې ډيریږي.»

اغلې زهرا زیاتوي چې په لرې پرتو سیمو کې ډيری ښځې رسنیو ته لاسرسی نه لري، نو ځکه په هغو سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې هم تر رسنیو نه رسیږي.

د نوموړې پر وینا پر ښځو زورزیاتی ترهغې څو چنده ډیر دی چې د ښځو د حقونو «تش په نوم» د دفاع بنسټونه یا د ښځو چارو وزارت یې شمېرې خپروي.

خو د ولسې جرګې غړې شګوفه نورزۍ دويچه ویله ته وویل، اوس د خلکو د پوهاوي کچه تر یوه بریده لوړه شوې، نو ځکه اوس د تاوتریخوالي د پيښو ثبت هم ورسره ډیر شوی.

اغلې نورزۍ د تاوتریخوالي ډېرېدو تر ټولو ستر لامل جګړه وبلله: «په کورنیو کې کمزوری اقتصاد، فقر، بي وزلي، جګړه او ناامنۍ بیا د تاوتریخوالي ستر عامل دی.»

د ولسې جرګې دا غړې زیاتوي چې پرښځو د زورزیاتي قضیو نه څېړل هم لامل شوي چې تاوتریخوالی ډیر شي.

ناپوهي، دودیز محدودیتونه، د ښځو له حقونو ناسم پوهاوی، اجباري ودونه او ځیني نور هغه لاملونه دي چې افغان ټولنه کې یې د ښځو ژوند تریخ کړی، خو افغان ښځې د دغو لاملونو د منځه وړلو لپاره د عملي ګامونو له اخېستو رضایت نه لري.

اسماعیل شاکر – کابل