1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: یوه پوهنتون د هلکانو او نجونو یو ځای ټولېدل بند کړي

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

د پاکستان په شمال لویدیځ ډيره اسماعیل خان کې یوه پوهنتون له ټولګیو دباندې د هلکانو او نجونو په ګډو راټولېدنو بندیز لګولی او دلیل یې په دغه سیمه کې د طالب اسلامپالو ملېشو زیاتېدل ښودلي.

https://p.dw.com/p/4Ngmu
Pakistan Studenten Klausur  University of Engineering and Technology
انځور: picture-alliance/Pacific Press

د پاکستان دغه سیمه یو مهال د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ولکې لاندې وه. د ګومل د لوړو زده کړو موسسې ویاند راجا عالمزیب د المان خبري اژانس ته ویلي، چې ډيره اسماعیل خان کې دغې پوهنتون ښځینه زده کړیالانو ته حکم کړی، چې د امنیتي ستونزو له امله دې درسي ټولګیو ته کمې ورځي.

عالمزیب زیاته کړې: «د نجونو او هلکانو یو ځای راټولېدل بند شوي؛ مګر هېڅ ډول جنسیتي توپیر نه شته.»

خیبرپښتونخوا چارسدې پوهنتون د برید انځور
خیبرپښتونخوا چارسدې پوهنتون د برید انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

دا ښار وزیرستان سره څنګ کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې پروت دی او ډېره موده د طالب اسلامپالو او القاعدې شبکې سره تړلو ډلو د اوسېدو اصلي سیمه وه.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ډله ۲۰۱۴ ز کال کې د پاکستان پوځ بریدونو کې له خپل اصلي مرکز شاته وګرځول شوه؛ خو پر افغانستان د طالبانو له دویم‌واري ولکې وروسته دغه ډله یو ځل بیا پیاوړې شوې او یو وار بیا یې پر دغې سیمې حجوم وروړی.

د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی

پاکستاني طالبانو ۲۰۱۶ ز کال کې دیره اسماعیل خان کې پر یوه پوهنتون برید کې له ۲۰ ډېر زده کړیالان او د پوهنتون استادان وژلي وو. پاکستاني طالبان که څه هم یو ځانګړی او خپل خاص جوړښت لري؛ خو د افغان طالبانو له سخت دریځه سني تفسیر پیروي کوي.

پاکستانیو چارواکیو وروستیو کې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته د پړې ګوته نیولې او دا ډله یې پاکستان کې د باغیانو پر ملاتړ او افغانستان کې هغوی ته د امن پټنځایونو ورکولو  تورنه کړې ده؛ خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

ر.ش.م/امید دیدار/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب