1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

پاکستان: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان زنداني شوي

۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

د پاکستان پولیسو په څو عملیاتو کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، نیول شوي کسان د سفر له معتبرو اسنادو پرته د پاکستان کراچۍ ته تللي وو.

https://p.dw.com/p/4LaPH
Pakistan Islamabad Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: SOHAIL SHAHZAD/EPA-EFE

پر خواله رسنیو له زندانونو د نیول شویو افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو د انځورونو تر خپرېدو وروسته افغانستان کې نیوکې او غبرګونونه راپورته شوي او د افغانانو دغو نیول کیدو د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری وغوړاوه.

د پاکستان پولیسو او ځايي چارواکیو ویلي، نیول شوي کسان به د بند مودې تېرولو او د وکیلانو له لوري د خلاصون اسنادو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ولېږدوي.

سربېره پر دې، چې پاکستان هره ورځ دا ډول نیونې کوي؛ خو ظاهراً په کراچۍ ښار او د پاکستان په نورو سیمو کې د هغو افغانانو د نیولو همغږي شوي عملیات پیل شوي، چې د سفر قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ یوه چارواکي، ګل دین ویلي، چې پاکستان سره خپل هېواد ته د افغانانو په »چټکې او باعزتې ستنېدنې« له پاره په اړیکه کې دي.

د پاکستان زندانونو کې د بندي افغانانو له پاره د خلاصون غوښتنې هغه وخت مخې ته راغلې، چې کله د دغه هېواد له زندانونو د افغان ماشومانو او د هغوی د مور او پلار انځورونه پر خواله رسنیو خپاره شول.

د پاکستان د بشري حقونو د ملي کمېسیون د روانې میاشتې د یوه رپوټ پر اساس، ۱۳۹ مېرمنې او ۱۶۵ ماشومان د هغو کسانو په ډله کې دي، چې د کراچۍ په یوه زندان کې ساتل کېږي. دغه رپوټ له افغان زندانیانو سره د مرکو پر بنیاد چمتو شوی دی.

انځور له آرشیف څخه: پاکستان د میلیونونه قانوني اسنادو لرونکو کوربه دی او ښايي ګڼ شمیر یې بیا په ناقانونه توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي.
انځور له آرشیف څخه: پاکستان د میلیونونه قانوني اسنادو لرونکو کوربه دی او ښايي ګڼ شمیر یې بیا په ناقانونه توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي. انځور: APImages

د طالبانو ادارې د باندنیو چارو د وزارت یوه ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د سفارت کارکوونکیو یې له خپلو پاکستاني سیالانو سره په دې اړ خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

عبدالقهار بلخي اسوشیتیډ پریس ته ویلي: »پاکستاني چارواکیو په ځلونو د دغو کسانو د ژر خلاصون ژمنه کړې؛ خو تر اوسه یې پر ژمنو عمل نه دی کړی. موږ باور لرو، چې له افغانانو سره دا وړ سپک چلن د هېڅ اړخ په ګټه نه دی.« هغه زیاته کړې چې افغانان دې له اړتیا او د سفر له اسنادو پرته پاکستان ته نه ځي.

د پاکستان د سند ایالتي حکومت ویاند مرتضی وهاب وویل، پولیسو یوازې هغه افغانان نیولي، چې په دغه ایالت کې له قانوني اسنادو پرته اوسېدل. هغه وویل، دا نیول شوي افغانان به ویستل کېږي؛ خو په سند ایالت کې د اوسېدو اسنادو نه لرلو له امله د نیول شویو کسان شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

په پاکستان کې د مونیزې کاکړ په نوم یوې وکیلې، چې له دا ډول زندانیانو سره مرسته کوي وویل، لږ تر لږه ۱۴۰۰ افغانان د کراچۍ په زندانونو کې ساتل کېږي.

هغې وویل: »موږ ډاډه نه یو، چې په دقیق ډول څومره افغانان د پاکستان زندانونو کې ساتل کېږي؛ خو موږ تر اوسه د سلګونو افغانانو سره خپل هېواد ته ستنېدو له پاره اسانتیا رامنځته کړې.«

کاکړ ویلي، په کراچۍ او د سند ایالت په نورو زندانونو کې هغه امیدواره مېرمنې هم شته، چې د علاج په موخه او د نورو دلایلو له امله له افغانستانه دغه هیواد ته تللي دي.

مونیزې کاکړ زیاته کړې، سلګونه افغانان د بند مودې تېرولو وروسته، چې دوه میاشتې ده، هېواد ته ګرځول شوي دي. هغې وویل، دا وړ نیونې شفاهي او نمایشي دي، څو نیول شوي کسان ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ولکې پر مهال په ۱۹۷۹ -۱۹۸۹ زیږدیزو کلونو کې میلیونونه افغانان پاکستان ته تللي او دا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړې شمېرې دي. له هغه وخته تر اوسه پاکستان د افغانانو کوربه دی او دغه هېواد له افغانانو غواړي، چې ځانونه په ملګرو ملتونو او سیمه ‌ییزو مقاماتو سره ثبت کړي، څو د اخراج له هر ډول خطره خوندي وي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، پاکستان کې دا مهال ۱،۳ میلیونه ثبت شوي افغانان اوسېږي او ښايي ګڼ شمیر نور افغانان له اسنادو پرته په دغه هیواد کې ژوند کوي.

تر څلویښت کلن مهاجرت وروسته خپل وطن ته ستنیدل

غ.ح.س / ا.د