1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغان مهاجرو ته دځای ورکولو تر ټولوسترهیواد بلل کیږي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

په داسي حال کي چي په تیرو څلورو لسیزو کي افغانستان د جگړو او وسله والو شخړو شاهد دی، بې شمېره افغانان بیا گاونډي هیواد پاکستان ته تښتیدلی دي.د اټکلونو له مخي اوس په پاکستان کي د ۳ تر ۴ میلیونو پوري افغان مهاجر ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4fBRh
Pakistan | Flüchtlinge an der Grenze zu Afghanistan
انځور: Fatima Nazish/DW

که څه هم يوشمېر افغانان له لسیزو راهیسي په پاکستان کي ژوند کوي او په بریالیتوب سره يي د نوموړي هیواد په ټولنه کی ځانونه مدغم کړي، خو د هغوی د اقامې وضعیت د پاکستاني چارواکو له خوا په نهايي ډول نه دی تائید سوی.

په ملگرو ملتونو کي یو اشاریه ۳ میلیونه افغانان، په پاکستان کي د مهاجرو په توگه ثبت او اړونده اسناد په اختیار کي لري. نورو  ۸۰۰ زره افغانانو د پاکستاني چارواکو له خوا د افغاني اتباعو سند «Afghan Citizen Card» ترلاسه کړی دی.

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

دغه ډول کارتونه هغوی ته تر یو ځایه پوري محافظت ورکوي، خو نه د ثبت سوو مهاجرو په څیر. د اټکلونو له مخی تیر کال په دغه هیواد کي، نورو یو اشاریه ۷ میلیونه افغانانو پرته له اسنادو ژوند کړی دی. خو بیا یې هم دقیقې شمیرې معلومي نه دي.

پاکستان نه د ۱۹۵۱م کال د ژنیو د کډوالو کنوانسیون او نه هم د ۱۹۶۷م کال د مهاجرینو د قانوني وضعیت پروتوکول لاسلیک کړی دی، چي د کډوالو د ساتني له امله د نړیوالو قانونو ترټولو مهمه وسیله بلل کیږي. له همدې کبله افغان مهاجر په تیرو وختونو کي تعلیم او د کار بازار ته د لاس رسي په برخه کي له تبعیض سره مخامخ سوي دي.

GP/NZ/AG