1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن اسرائیل ته د بمونو لیږد درولی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

یوه امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې اسرائیل ته د هغو پیاوړو بمونو لیږد درولی دی چې اسرائیل یې پر رفح باندې یوه پراخ برید کې کارولی شي.

https://p.dw.com/p/4fcwN
په رفح کې د تر بمبارۍ وروسته له کورونو دود راپورته کيږي
په رفح کې د تر بمبارۍ وروسته له کورونو دود راپورته کيږيانځور: Abed Rahim Khatib/dpa/picture alliance

له بلې خوا بیا حماس ویلي دي چې همدا اوس د رفح په څنډو کې له اسرائیلي ځواکونو سره نښتې کوي. امریکا متحده ایالات نه غواړي چې اسرائیل پر رفح باندې یو پراخ برید وکړي. واشنګټن هیله لري چې د حماس له خوا د سولې یو وړاندیز کیدای شي په وضعیت کې بدلون راولي. د حماس او اسرائیل تر منځ په قاهره کې د چهارشنبې په ورځ خبرې اترې له سره پیل شوې.

اسرائیل ګواښ کړی دی چې پر رفح ښار باندې به برید وکړي چیرې چې په خبره یې د حماس په زرهاو جنګیالي ځای پر ځای شوي دي، خو په لوېدیځ کې ډېر هیوادونه او ملګري ملتونه وایي چې که دغه ډول برید وشي، نو یو بشري ناورین به رامنځ ته شي.

د حماس په خبره اوس د رفح په ختیځه برخه کې نښتې روانې دي. په دې ځای کې په سلهاوو زره فلسطینیان چې لا پخوا د غزې تراډې د نورو سیمو د جګړو له کبله تیښتې ته اړ شوي ول، ځای پر ځای دي. ځايي اوسیدونکو ویلي دي چې اوس هم د رفح په څنډو کې نښتې روانې دي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي دي چې جو بایدن تیره اوونۍ پر رفح ښار د اسرائیل د پلان شوي برید په غبرګون کې اسرائیل ته د استول کیدونکو وسلو یوه بسته ځنډولې ده. سپینې ماڼۍ او پنتاګون په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي دي چې واشنګټن په ډیر دقت سره د دغو وسلو د لیږد بهیر چې ښايي په رفح کې وکارول شي و ارزاوه او په پایله کې یې د ۱۸ سوو 2,000-lb بمونو او ۱۷ سوو 500-lb بمونو لیږد ځنډولی دی.

دا لومړی ځل دی چې امریکا متحده ایالات د حماس له خوا پر اسرائیل د تیر کال د اکتوبر مياشتي د اوومې نیټې له برید راهیسې دغه هیواد ته د وسلو لیږد ځنډوي. امريکا متحده ايالات د اسرائیل تر ټولو نزدې متحد او د وسلو تر ټولو لوی برابروونکی هیواد دی.

له بلې خوا بیا یوه اسرائیلي چارواکي د دغه رپوټ له تائیدولو ډډه کړې ده. دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ویلي دي چې «که موږ آن د خپلو ګوتو په څوکو هم جګړې ته اړ شو نو هغه کار به وکړو چې اړین وي». د اسرائیل د پوځ یوه ویاند بیا ویلي دي چې له واشنګټن سره اختلافات په خصوصي شکل حلیږي.

د اسرائیل ځواکونو د سې شنبې په ورځ د غزې او مصر تر منځ سرحدي سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستله. له دې سره نو دې سیمې ته د مرستندویه توکو رسیدل لا پسې ستونزمن شوي دي.

د اوربند پر سره خبرې اترې

په قاهره کې د خبرو اترو ټولو ګډونوالو د سه شنبې په ورځ مثبت غبرګون ښوولی دی. په دغو مذاکراتو کې حماس، اسرائیل، امریکا متحده ایالات، مصر او قطر ګډون لري. له بلې خوا اسرائیل د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د حماس له خوا وړاندیز شوې یو درې مرحله يي پلان ورته د منلو وړ نه دی. خو اوس د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې حماس د وړاندیز له پاره یو نوي متن چمتو کړی چې کیدای شي د دواړو اړخونو واټن راکم کړي.

بیلابیلو سرچینو ویلي دي چې د وړاندیز په لومړۍ مرحله کې یو شپږ اوونیز اوربند، غزې ته د مرستو رسیدل، د ۳۳ اسرائیلي برمته شویو کسانو ژوندي او یا مړي ستنول، او د هر اسرائیلي برمته شوي کس د آزادي په مقابل کې د اسرائیل له خوا د ۳۰ ماشومانو او ښځو خوشي کول شامل دي.

دواړو خواوو تر دې مخکې یوازې په نومبر میاشت کې د یوې اوونۍ له پاره جګړه درولې وه. له هغه راهیسې دواړه اړخه د اوربند له پاره بیلابیل شرایط لري. حماس برمته کړي اسرائیلیان نه آزادوي او وایي چې یوازې یوه دایمي حل لارې ته چمتو دی، خو اسرائیل بیا د یوې مؤقتي حل لارې په رامنځ ته کولو ټینګار کوي.

په غزې تراډه کې د تیر کال د اکتوبر مياشتي پر اومه نیټه پر اسرائیل باندې د حماس تر خونړۍ برید وروسته جګړه پیل شوه. حماس په دې ترڅ کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۲ نور یې برمته کړل. پر غزې باندې د اسرائیل په برید کې بیا تر اوسه پورې ۳۴۷۸۹ کسان وژل شوي دي چې ډیر یې ملکي وګړي دي. دغه شمیر د غزې د روغتیا وزارت له خوا وړاندې شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب