1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي مسلمانې زده کونکې: خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکوو

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

عايشه امتیاز چې د هندوستان له مسلمانو میرمنو څخه ده، وايي د حجاب اغوستل د عقيدې کولو په معنی ده او ممانعت يې مسلمانو نجونو ته سپکاوی دی او دوی اړ باسي چې د تعلیم او مذهب له منځه يو انتخاب کړي.

https://p.dw.com/p/46v2k
Proteste gegen Hidschab-Verbot an Schulen in Indien
په کلکته کې د حجاب بندیز خلاف د اعتراضونو يو انځورانځور: Indranil Aditya/imago images/NurPhoto

د هندوستان په سويلي ایالت کرناټکا کې په وروستيو ورځو کې په ښوونځیو کې د نجونو له پاره د حجاب يا ټيکري د ممانعت پر موضوع اعتراضونه پيل شوي دي. د دغه ایالت له اودوپي ولسوالۍ څخه يوې ۱۲ کلنې زده کونکې وويل: «د کالج د مسئولانو له خوا په تحقیر آمیز شکل د دې غوښتنه چې د پړونې په سر کولو په خاطر دې له ټولګي څخه ووځم، زما زړه ته ټګان راکړ.»

د رويټرز خبري آژانس په حواله دغې زده کونکې وويل: «زما مذهب تر پوښتنې لاندې راغلی او ورته سپکاوی شوی کوم چې ما د زده کړې معبد ارزوه.»

دغه زده کونکې چې په اودوپي کې ېې پنځه کاله د مهاتما ګاندي میموریال کالج کې زدکړې کړي د حجاب د ممانعت په تړاو وايي: «دا تر ډيره داسې دی لکه ته چې د مذهب او تعلیم تر منځ یو انتخاب کوې چې دا یو غلط کار دی.»

رويټرز د دغې زده کونکې له قوله ليکي، زيات شمير مسلمانې نجونې چې د حجاب د ممانعت خلاف يې اعتراضونه کړي، ګواښونه يې ترلاسه کړي او دې ته اړې شوي چې په کورونو کې پاتې شي.

خو د کالج مسئولان وايي چې زده کونکې کولای شي د کالج په انګړ کې ټیکری يا پړونی په سر کړي، او دوی یوازې له هغوی څخه غوښتنه کړې چې د ټولګي په منځ کې یې له سره لرې کړي.

اوپودي، د هندوستان د کراناټکا ایالات له درو هغو ولسواليو څخه یوه ده کومې چې د مذهبي اړخه ډیرې حساسې سیمې ګڼل کيږي. په دغه سیمه کې د صدراعظم نریندرا مودي ګوند (بي جي پي) ډير نفوذ لري.

Proteste gegen Hidschab-Verbot an Schulen in Indien
عايشه امتیاز او شپږ نورې نجونې چې د حجاب بندیز خلاف اعتراض کوي وايي د خپلې مذهبي آزادۍ له پاره مبارزه کويانځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

د ښځينه زده کونکو له پاره د حجاب د ممانعت موضوع، د هندوستان مسلمانانو تر منځ د ویرې او قهر د ډيریدو سبب واقع شوې ده، کوم چې دوی ادعا کوي قانون ورته په دې برخه کې د حجاب اغوستلو آزادي ورکړې ده.

رويټرز زیاتوي چې د حجاب د ممانعت په تړاو، روانه مياشت د سلونو کسانو له خوا د هندوستان په کلکته او چینای ایالتونو کې هم اعتراضونه شوي دي.

د حجاب موضوع چې د هندوستان په اساسي قانون کې يې د آزادۍ ضمانت شوی دی، په نړیواله سطحه يې له نژدې څارنه کيږي. د امریکا د مذهبونو د آزادۍ نړيوال دفتر (IRF) د جمعې په ورځ وويل چې د حجاب ممانعت، «د مذهبي آزادۍ خلاف او پر نجونواو ښځو داغ ايښودل او څنډې ته د هغوی ټيل وهل دي.»

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت يې د شنبې په ورځ په ځواب کې ويلي دي چې د داخلي موضوعاتو په اړه بهرنۍ څرګندونو څخه هرکلی نه کيږي او موضوع تر قضايي څيړنې لاندې ده.

عايشه امتیاز او شپږ نورې نجونې چې د حجاب بندیز خلاف اعتراض کوي وايي، چې دوی د خپلې مذهبي آزادۍ له پاره مبارزه کوي. هغوی وايي چې دغه مبارزه د سخت دريځو هندي زدکونکو او حتی د خپلو ځينو ملګرو په مخ کې هم کوي.

امتیاز وايي: «دا واقعا زړه ماتوونکې ده چې تاسو وينئ خپل ملګري مو درسره مخالفت کوي او وايي چې موږ ستاسو حجاب اغوستلو سره ستونزه لرو. دا زموږ پر وجود او روان باندې اغیز کوي.»

 mks/mns/(Reuters/SK)