1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په ښوونځیو کې د مسلمانو زده کوونکو د حجاب پر سر جنجال

۱۴۰۰ بهمن ۲۱, پنجشنبه

په هندوستان کې د مسلمانو شاګردانو د حجاب د مخالفت په ترڅ کې له تاوتريخوالي ډکو پېښو وروسته په کرناټک ايالت کې کالجونه تړل شوي دي. هند کې د دې موضوع پر سر سیاست خپل اوج ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/46mm5
Indien Schule Mädchen Hijab Kopftuch Diskriminierung
انځور: Massod Manna

د هند د سويلي ایالت کرناټک په ځينې کالجونه کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د حجاب يا پړونی پر سر کوونکو شاګردانو ته ښوونځيو او همدا راز کالجونه ته د داخليدو اجازه نه ورکول کيږي. په لومړي سر کې د ښوونځيو ادارو د حجاب سره مخالفت ښوولی او بیا وروسته د هندوانو سخت دريځه ټولنې هم د حجاب پر ضد سړکونو ته راوتلې وې.

تېره ورځ د هندوانو ټولنو له خوا د مسلمانو شاګردانو د پړوني پر سر کولو د مخالفت په ترڅ کې ډېره ګډوډي رامنځته شوه. د ځينو له تاوتريخوالي ډکو پېښو له کبله له سه شنبې ورځې راهيسې د ايالت ټول کالجونه د دريو ورځو له پاره تړل شوي دي.

د يوې مسلمانې شاګردې محاصره

د هندوانو بېلا بېلې سخت دريځه ډلې اوس د حجاب پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې په داسې حال کې چې [هندوانو د مذهبي رنګ] نارنجي رنګ دسمالونه یې په غاړه کې اچولي، د حجاب پر ضد شعارونه ورکوي. د سه شنبې ورځ د يوه ښوونځي په ساحه همداسې يوې ډلې د مسکان په نوم يوه مسلمانه زدکوونکې محاصره کړې وه.

محاصرې شوې انجلۍ په دې ترڅ کې د الله اکبر نعرې وهلې. پر ټولنیزو رسنيو دا ويډيو اوس ډېره لاس په لاس کیږي او خلکو پرې غبرګون ښوولی او د دغه ځوانې زده کوونکې زړورتيا یې ستايلې ده.

همدا راز په باګل کوټ سيمه کې هم د دوو ډلو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو او پر يو بل یې د ډبرو ګوزارونه وکړل. په دې ترڅ کې پاريدلو هندوانو پر يوه ښوونځي خپل مذهبي بيرغ هم وځړاوه.

ایالتي چاروکو چې د برحاله بي جی پي ګوند څخه دي، له خلکو د آرامه پاتيدو غوښتنه کړې ده. په همدې منځ کې دا مسئله د ایالت په ستره محکمه کې هم تر څېړنې لاندې ده او د چهار شنبې په ورځ به هم جريان پيدا کړي. په دې هکله حقوقي دعوا د اډوپي کالج پنځوو مسلمانانو زده کوونکو کړې وه.

له مسلمانو زده کوونکو څخه د ملالې يوسفزۍ ملاتړ

د نجونو د زده کړو فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزی هم له تاوتريخوالي تر ډکو پېښو او د يوې مسلمانې زده کوونکې تر محاصرې وروسته دغه څه ويرونکي بللي دي.

Indien Schule Mädchen Hijab Kopftuch Diskriminierung
په هندوستان کې د حجاب پر سر لانجه اوس د کرناټک ايالت له سرحدونو اوښتې ده.انځور: Massod Manna

نوموړې د تويتر له لارې ويلي: «نجونو ته په حجاب کې ښوونځي ته د تللو اجازه نه ورکول ويرونکې خبره ده. پر ښځو د لږ يا ډېر [لباس] اغوستو له کبله نيوکې دوام لري. هندي مشرانو ته په کار ده چې د مسلمانانو ښځو د پامه غورځولو لړۍ ودروي.»

په هند کې سياست

د هند اپوزيسيون کانګرس ګوند له مسلمانو زده کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړی دی او ويلي یې دي چې اساسي قانون هغوی ته د دې اجازه ورکوي. بل لوري ته کمونست ګوند د هند د زده کړو له وزير څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده او د اپوزيسیون ګوندونو د کورنيو چارو له وزير اميت شاه څخه یې په دې اړه په پارلمان کې د توضيحاتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ هم اپوزيسيون ګوندونو په پارلمان کې په دې اړه سخت غبرګون ښوولی وو او له حکومت څخه یې د توضيحاتو غوښتنه کړې وه. د چهار شنبې په ورځ د کانګرس ګوند مشرې پرينکا ګاندي د تويتر له لارې له مسلمانو زده کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړی وو او ويلي ول چې دا د ښځو حق دی چې د خپلې خوښې لباس په تن کړي.

شخړه نورو ايالتونو ته هم د پراخيدو په حال کې ده

په هندوستان کې د حجاب پر سر لانجه اوس د کرناټک ايالت له سرحدونو اوښتې ده او د مدهيه پرديش او پدوچيري ايالتونو پورې رسېدلې ده. په مدهيه پرديش ایالت کې چې بي جي پي ګوند پکې حکومت لري، يوه وزير د «نظم او ضبط» په موخه په ښوونځيو کې د «ډريس کوډ» يا يو ډول لباس د قانون د جوړولو خبره کړې ده.

په پدوچيري کې هم چارواکو د يوه دولتي ښوونځي مدير ته ويلي چې د برقع کارول او يا حجاب پر سر کول د ښوونځي د «ډريس کوډ» سره په ټکر کې عمل دی او هلته زده کوونکو ته ټولګيو ته داخليدو اجازه نه ورکول کیږي. خو زده کوونکې استدلال کوي چې د ښوونځي په اصولو او مقرراتو کې داسې څه نه دي ليکل شوي او حجاب د هغوی مذهبي حق دی چې په زور ترې اخیستل کيږي.

په اډوپي کالج کې په لومړي ځل مسلمانو زده کوونکو د دسمبر پر ۳۱مه نيټه پر حجاب د بندیز پر ضد اعتراض کړی وو او له هغه وخت راهيسې دا ستونزه دوام لري. هغه وخت زده کوونکو ته اجازه نه ورکړل شوې وه چې صنفونو ته داخلې شي. له دې کبله ټولې نجونې تر ټولګيو دباندې ناستې وې او هلته یې خپل درس ته دوام ورکړی وو.

ب. ص/ ن. ز (صلاح الدين زين، نوي ډيلی)

زموږ له آرشيف څخه: