1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليمکسیکو

مکسیکو؛ د مهاجرو کمپ په اور لگيدنه کې ۳۹ کسانو ژوند بایللی

۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

په مکسیکو کې د کډوالو په یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي دي. د مهاجرت د برخې چارواکي اوس تر پلټنو لاندې دي.

https://p.dw.com/p/4PQau
په مکسیکو کې د مهاجرینو په مرکز کې د اورلګیدنې وروسته ماتم
په مکسیکو کې د مهاجرینو په مرکز کې د اورلګیدنې وروسته ماتمانځور: Christian Chavez/AP Photo/picture alliance

د مکسیکو د مهاجرت دفتر (آي این ام) وویل چې په اور لگيدنه کې ۲۹ کسان ټپیان شوي هم دي. د دغه دفتر د څار کامرې څخه په اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري چې څو سړي په يوه خونه کې چې اوسپنیزې مېلې یې لرلې، بند ول. ویډیو کې دا هم ښکاري چې مهاجر خپلو توشکونو ته اور اچوي. د اور د خپریدو پر وخت ليدل کیږي چې کارکوونکي د دروازې د خلاصولو پرځای یوې نږدې خونې ته منډه کوي.

د کورنیو چارو وزیر اډان لوپیز د دې ويديو اعتبار تائيد کړی دی. لویې څارنوالۍ د مهاجرینو د چارواکو پر ضد څیړنې پیل کړي دي.

ولې افغانان له برازيل څخه په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته ځي؟

د اور له کنتروله وتل

د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې مهاجرینو د احتمالي اخراج یا لیږد په اعتراض کې خپلو توشکونو ته اور اچولی دی چې وروسته اور له کنتروله وتلی دی.

د چارواکو په وینا، د پیښې په وخت کې د مرکزي او سويلي امریکا څخه ۶۸ بالغ سړي په ودانۍ کې وو. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه کډوال د دوشنبې په ورځ د سیوداد جواریز په بېلابېلو سرحدي لارو کې نیول شوي دي. دوی یوازې پناه ځای ته وړل شوي وو چې وروسته بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

پاکستان کې یوې افغانې افغان مهاجر ماشومانو ته ښوونیز مرکز جوړ کړی

سيوداد جوريز په مکسیکو کې یو سرحدي ښار دی چې د امريکا متحده ایالاتو د تيکساس ال پاسو ښار مقابل لوري ته پروت دی. په سلګونو مهاجر چې په متحده ایالاتو کې د پنا په لټه کې دي، ډيرې وختونه په سیوداد جوریز کې بند پاتې کيږي، ځکه چې دوی اړین اسناد نه لري. د مرکزي امریکا پر مهاجرینو سربیره، د وینزویلا، هایټي او کیوبا څخه هم ډیر خلک همدې لارې ته مخه کوي.

مکسیکو I په سیوداد جواریز کې د مهاجرت ملي انسټیټیوټ (INM) ودانۍ اور ولگیده
مکسیکو I په سیوداد جواریز کې د مهاجرت ملي انسټیټیوټ (INM) ودانۍ اور ولگیدهانځور: Jose Luis Gonzalez/REUTERS

هر کال له مرکزي امریکا څخه په لسګونو زره خلک هڅه کوي چې په خپلو هیوادونو کې د تاوتریخوالي او بې وزلۍ له امله متحده ایالاتو ته وتښتي. یوازې د جنورۍ په میاشت کې، د متحده ایالاتو چارواکو تر ۱۲۸۰۰۰ډیر هغه کسان نیولي چې هڅه یې کوله له مکسیکو څخه په غیر قانوني ډول امریکا ته داخل شي. د مهاجرت نړیوال سازمان (آي او ام) د راپور له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۷۶۶۱ کډوال امریکا ته د تللو په لاره کې مړه یا ورک شوي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ په میاشت کې د مکسیکو سره په پوله کې د مهاجرینو لپاره د ننوتلو نوي محدودیتونه وضع کړل ترڅو د متحده ایالاتو پولې ته د مهاجرینو د ورتگ مخه ونیسي. جمهوري غوښتونکو لا دمخه هغه د سويلي پولو د کنټرول په له لاسه ورکولو تورن کړی و.