1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: بنديزونه د بشري مرستو مخه نيسي

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو ځانگړي کارپوهان وايي چي د تعزیراتو په وضع کولو سره د حکومتونو مجازاتول په ټوله نړۍ کي د بشري مرستو د رسولو مخه نیسي. په اوس وخت کي افغانستان هم یو له هغو هیوادو څخه دی چي له بیلابیلو تعزیراتو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/4Jz1P
Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د ملگرو ملتونو دریو ځانگړو خبریالانو د چهارشنبې په ورځ په ژنیو کي اعلان وکړ چي د حکومتونو په وړاندي د تعزیراتو په وضع کولو سره هغه اسنثناوي چي د بشري مرستو سره په تړاو کي په نظر کي نیول کیږي، معمولاً د کاغذ پر مخ پاتیږي او نه عملي کیږي.

د هغوی په خبره دغه ډول وضعیت د میلیونو کسانو له پاره ډیر ناوړه عواقب لري. هغوی زیاتوي چي تعزیرات، د نړۍ په بیلابیلو برخو کي په میلیونو اړمنو کسانو ته د غذايي موادو، طبي تجهیزاتو او نورو اولیه موادو د رسولو په وړاندي خنډ گرځي.

دغه کارپوهان چي د ملگرو ملتو د بشري حقونو شورا له خوا گومارل سوي، د هیڅ هیواد او یا حکومت نوم يې نه دی اخيستی چي له تعزیراتو سره مخامخ دي، خو ټینگار یې کړی چي خپلي اندېښنې یې له امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني سره شریکي کړي دي.

Afghanistan Großteil der Bevölkerung leidet unter akutem Hunger
په افغانستان کي د نفوسو لویه برخه له لوږي سره مخامخ دهانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/IMAGO

په اوس وخت کي ترټولو دمخه د ایران او روسیې حکومتونه او همدارنگه د طالبانو اداره د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني له تعزیراتو سره مخامخ ده.

د ملگرو ملتو کارپوهانو ویلي دي چي مرسته رسوونکي، د پیسو ورکوونکي او مالي مؤسسې زیاتره وخت لازم تخصص نه لري، ترڅو د تعزیراتو له پیچلو مقرراتو څخه تیر سي.

د هغوی په خبره هغه استثناوي چي د بشري مرستو د وړاندي کولو پر وخت په نظر کي نیول کیږي، ډېر وخت ناڅرگند او مبهم وي او په متفاوت ډول برداشت ورڅخه  کیږي.

سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند

ویل کیږي چي دغه کار د ډیر ځنډ سبب گرځي او زیاتره وخت هغوی د بشري مرستو د ورکولو د اجازه نامې په درلودلو سره، د مثال په ډول په دې دلیل چي ښايي له مقرراتو څخه سرغړونه وسي، له همکارۍ څخه ډډه کوي.

دغو کارپوهانو له ملگرو ملتونو څخه غوښتي دي چي د تحریم سوو حکومتونو بشري عواقب وڅیړي او د دغي ستونزي له پاره دي د حل لار پیدا کړي.

GP/NZ/AG