1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو عمومي ارزونه کوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

دا ارزونه به د بشري مرستو همغږي کونکې اداره یا اوچا وکړي، چې له بې وزلۍ بیا تر سیاسي بي ثباتی پورې مسایل پکې شامل دي. آیا د بشري مرستو لپاره ډیټا په معیاري توګه راټولیږي؟

https://p.dw.com/p/4JAKG
افغانستان کې بې وزلي او ولږه
افغانستان کې بې وزلي او ولږهانځور: DW

بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کونکې ادارې یا اوچا ویلي، په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا په اړه عمومي ارزونه کوي.

ددې ادارې د ویناپاڼې له مخې، په ارزونه کې به د بې وزلۍ، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو، سیاسي کړکیچونو او د کرونا وبا له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو کچه مالومه شي.

ویناپاڼې افغانستان سره د بشري مرستو د راتلونکو پلانونو په اړه دغه ډول ارزونه اغیزمنه بللې ده.

اړوند مطالب:م.م. له افغانستان سره د پراختيايي مرستو د پيلولو غوښتنه وکړه

له اوچا پرته ځینې نور مرستندویه بنسټونه هم غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیاوو ارزونه وکړي.

نانوایانې پر بې وزلو میرمنو ډوډی وېشي
نانوایانې پر بې وزلو میرمنو ډوډی وېشيانځور: Ali Khara/REUTERS

په کابل کې د مسلم هینډز په نوم د یوې نړېوالې موسسې د بشري مرستو همغږي کونکي محمد یوسف راتب دویچه ویله ته وویل، په لنډ مهال کې به اوچا لپاره هم سخته وي چې د اړو کسانو معیاري ډيټا راټوله کړي. هغه وويل: «د یوه معیاري ډیټابیس راټولول او بیا یې تطبیقول ډېر ستونزمن کار دی، اوس په افغانستان کې ژمی د پيلېدو په حال کې دی او خلک ډېر سخت اړ دي، د نړېوالو ادارو د سروې او شمېرو له مخې اوسمهال افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.»

راتب چې له تېر ۲۰۱۰ کال راهېسې د بشري مرستو د رسولو برخه کې کار کوي او تراوسه یې د هېواد تر نیمايي ډېرو ولایتونو ته سفرونه کړي دي، د مرستو رسولو برخه کې زورواکي او د مرستو غیر عادلانه وېش هغه څه وبلل چې له مخې یې واقعي مستحقو کسانو ته د مرستو رسول سخت کړي دي.

اړوند مطالب:افغانستان کې د لوږې کړکیچ

هغه زیاته کړه.«د داسي صحنو شاهد یم چې د ټوپک په زور یې د غریبو کورنيو خوراکي مواد د ويش له محل څخه وړي دي.»

تردې وړاندې د سره صلیب نړېوالې کمېټې په افغانستان کې مخ پرزیاتېدونکي بشري ناورین څخه خبرداری ورکړی. دې کمېټې تېره اونۍ ویلي: «بشري ناورین ورځ په ورځ زیاتیږي، چې باید د ژمي تر رسېدو وړاندې ورته رسیده ګي وشي.»

په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو واک ته رسېدل او په ناڅاپي توګه د نړېوالو مرستو درېدو په افغانستان کې بشري وضعیت په چټکۍ سره خراب کړ.

د همدغه کال د پای او د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په پيل کې ترسره شوې ارزونې ښيي چې په افغانستان کې ۲۴،۴ سلنه انسانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا د تېر یو کال په پرتله ۳۳ سلنه ډېروالی ښيي.