1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ملګري ملتونه غواړي تر ۲۰۳۰م کاله ايدز له منځه يوسي

۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو سازمان وايي چي اوس لا هم کولای سي تر ۲۰۳۰م کاله پوري ايدز له منځه يوسي، په دغه شرط چي اغيزمن سوي بڼسټونه او ټولني وکولای سي امکاناتو او لازمو پيسو ته لاس رسي پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/4ZZxz
Welt-Aids-Tag 2016
انځور: picture alliance/dpa/P. Adhikary

د ملگرو ملتونو د ارزونو له مخي، نړۍ اوس هم کولای سي تر ۲۰۳۰م کال پوري پر ايدز باندي چي يوه خطرناکه ناروغي ده، غلبه پيدا کړي.

د ايدز په اړه د ملگرو ملتونو د برنامو اجرايوي مدير ويني بيانيما، د سې شنبې په ورځ په لندن کي وويل چي نوموړي هدف ته د رسيدو له پاره بايد د مدني ټولنو، مرسته کوونکو، اغيزمن سوو او په دغې ناورغۍاخته کسانو ډلې د حکومتونو او تمويل کوونکو له خوا د دغي ناروغۍ سره د مبارزې له پاره بشپړ ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه د اچ ‌آی ‌وي، په اړه د ملگرو ملتونو د کلني رپوټ په معرفي کولو سره وويل چي په ټوله نړۍ کي ټولنو په دغه مبارزه کي د لومړي گام د پورته کولو د نقش د پر غاړه اخيستلو په برخه کي خپله آمادگي او تمايل ښودلي دي او په داسي يوه حالت کي هم قرار لري، په دې شرط چي امکانات او لازمي سرچينې په اختيار کي ولري.

دغه رپوټ چي د دسمبر د لومړۍ نيټې په مناسبت چي د ايدز نړيواله ورځ ده، خپورسوی دی، ښيي چي څرنگه د مدني ټولنو ډلې د طبي مراقبتونو په ښه والي کي د فعالو ځواکونو په توگه عمل کوي. د مدني سازمانونو اجتماعي کمپاينونو د ايدز عمومي دارو درملو ته د ميليونو کسانو لاس رسي ته زمينه برابره کړې ده.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي له ايدز څخه په سخت اغيزمن سوو ډيرو هيوادونو کي د درملنې لگښت د ۱۹۹۵م کال په پرتله په کال کي د هر کس له پاره له ۲۵ زرو ډالرو څخه ۷۰ ډالرو ته راکم سوی دی. د ملگرو ملتونو د دوامدارې پراختيا د هدفونو پربڼسټ په پام کي ده چي تر ۲۰۳۰م کال پوري پر ايدز باندي غلبه وسي.

د روغتيا نړيوال سازمان په اروپايي سيمه کي په ۲۰۲۲م کال کي، آزموينو ته د لاس رسي د ښه والي په نتيجه کي په اچ‌ آی ‌وي باندي د اخته کيدو د تشخيص پيښې ۴ اشاريه ۲ ته پورته سوې. د دغي سيمې له مجموعاً ۴۹ هيوادو څخه ۳۷ هيوادونو له مخ په زياتيدونکو ارقامو څخه خبر ورکړی دی. ډير شمير هيوادونو د يوه کال په ترڅ کي د تشخيصونو تر ټولو لوړ رقم ثبت کړی دی.

د ايدز په اړه د ملگرو ملتونو د برنامې د معلوماتو له مخي، په ۲۰۲۲م کال کي په اټکلي ډول ۳۹ ميليونه کسان په اچ ‌آی ‌وي، يا په ايدز ناروغۍ باندي اخته سوي دي. شاوخوا يو اشاريه ۳ ميليونه بيا په ۲۰۲۲م کال کي په دغه ويروس ککړ سوي دي.

تيرکال تقريباً ۶۳۰ زره کسانو له ايدز سره په تړاو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سربيره پردې تيرکال څه ناڅه ۳۰ ميليونه کسان د ويروس ضد په دارو درملو تداوي سوي دي، چي په ايدز باندي د اخته کسانو عمر اوږدولای سي.

GP/NZ/AG