1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرتضی بهبودي: لس میاشتې د طالبانو په زندان کې شکنجه شوم

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

مرتضی بهبودي، هغه خبریال چې ۲۸۴ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې او څو ورځې وړاندې آزاد شوی، وايي فکر یې کاوه چې له زندانه به ژوندی ونه وځي.

https://p.dw.com/p/4Y1IQ
Frankreich, Paris | In Afghanistan inhaftierter Journalist Mortaza Behboudi nach 284 Tagen freigelassen
۲۹ کلن بهبودي تېره اوونۍ د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د دوشنبې په ورځ په پاریس کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له نیول کېدو وروسته چې څه وشول «لس میاشتې شکنجه» وه. انځور: Julien De Rosa/AFP/Getty Images

دغه افغاني الاصله فرانسوی خبریال د روان کال په جنورۍ میاشت کې هغه مهال ونیول شو چې د کابل پوهنتون مخې ته د محصلینو د یوې غونډې خبري پوښښ ته ورغلی وو. نوموړی افغانستان ته تر رسېدو دوه ورځې وروسته ونیول شو.

۲۹ کلن بهبودي تېره اوونۍ د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د دوشنبې په ورځ په پاریس کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له نیول کېدو وروسته چې څه وشول «لس میاشتې شکنجه» وه.

هغه وويل چې د زندان د ساتونکو له خوا وهل شوى او د زندان په خونه کې د داعش غړو له خوا یې د زندۍ کیدو هڅه هم شوې ده. نوموړی وایي د طالبانو د استخباراتو ادارې هم تل ترې پوښتنې ګرويږنې کولې.

هغه د بې پولې خبریالانو لخوا جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل: «تاسو پوهیږئ چې په دې هیوادونو کې د استخباراتو لخوا پوښتل کيدل اسانه نه ده.»

بهبودي د خپلې ځورونې او شکنجې په اړه له جزياتو ورکولو له دې کبله ډډه وکړه چې نوموړی د نورو بندي شویو خبریالانو په اړه اندیښمن دی. بهبودي وویل: «موږ نه پوهیږو چې ایا دوی به ژر خوشې شي که نه.»

نوموړی چې اصل کې د افغانستان دی، په ۲۰۱۵ کال کې یې فرانسه کې پناه واخیسته او له یو شمير نورو کډوالو خبریالانو سره یې د Guiti News په نوم خبري ویب سایټ جوړ کړ.

وروسته له هغې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک تر لاسه کړ، په رسنیو یې سخت بندیزونه ولګول.

Frankreich, Paris | In Afghanistan inhaftierter Journalist Mortaza Behboudi nach 284 Tagen freigelassen
وروسته له هغې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک تر لاسه کړ، په رسنیو یې سخت بندیزونه ولګول.انځور: Julien De Rosa/AFP/Getty Images

د بې پولې خبریالانو د سازمان سرمنشي کریسټوف دلویر، وویل: «له هغه وخته چې طالبان  واک ته رسیدلي  ژورنالیزم تر ډیره حده خاموشۍ ته اړ شوی دی.» د رسنیو د دغه مدافع سازمان په وینا تر «نیمايي زیاتې» رسنۍ له منځه تللي دي.

د بې پولې خبريالانو ټولنه  وايي، په افغانستان کې د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې څخه یې يوازې ۴۸۰۰ په کار بوخت دي او تر ۸۰ سلنې زياتې ښځينه خبريالانې د دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.

مرتضی بیهودي اراده درلوده د هغو ښځینه زدکونکو په اړه راپور جوړ کړي چې نور نشي کولی خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي.

بهبودي وويل، چې نه فرانسوي پاسپورټ او نه هم د خبريالۍ کارت د هغه د زنداني کیدو مخه ونيوله. نوموړی په جاسوسۍ او  د طالبانو پر ضد د «مقاومت» په ملاتړ تورن او زندانی شو.

هغه وویل: «ما داسې احساس کاوه چې زه برمته شوی یم.»

نوموړی له لسګونو نورو زندانیانو سره چې د داعش غړي هم پکې شامل ول، په يوه خونه کې وو چې مساحت یې دوه په درې متره وو.

هغه وویل چې «په دوامداره توګه ځورول کیده » او نه یې شو کولی آسمان وګوري او نه پوهيده چې ورځ ده او که شپه.

دغه خبریال چې هزاره توکمی دی، د سه شنبې په ورځ یې له فرانس انټر ټلویزیون سره مرکه کې وویل چې د داعش ډلې څو غړو هڅه وکړه چې هغه په ​​خوب کې زندۍ کړي چې وروسته د زندان ساتونکو په مداخلې د زندان بلې خونې ته ولیږدول شو.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟