1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره تر یوه میلیارد ډالرو زیاتو بشري مرستو ژمنه

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د طالبانو له لوري د واک تر نیولو وروسته هم ډیرو هیوادونو په افغانستان کې د احتمالي بشري کړکیچ له کبله په میلیونونو ډالره مرسته اعلان کړه. دغه مرستې د ملګرو ملتونو له خوا په رابلل شوې غونډه کې وشوې.

https://p.dw.com/p/40HmA
Grenze Afghanistan - Pakistan | Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

آلمان هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو له خوا د بسپنې راټولو په کنفرانس کې یې له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یورو بشري مرستو ژمنه وکړه. په ټوله کې د ۱،۲ میلیارده ډالرو ژمنې وشوې.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ دغه غونډه د دې له پاره رابللې وه چې څه د پاسه ۶۰۰ میلیونو یورو راټولې کړل شي، څو تر دسمبر وروسته هم په افغانستان کې د بشري مرستو لړۍ جاري وساتلی شي.

د کنفرانس په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې بسپنه ورکوونکو هیوادونو تر یو میلیارد یورو د زیاتو مرسته ژمنه کړې.

ګویترش په خپلو څرګندونو کې وویل: «دې کنفرانس د افغانستان له خلکو سره د پيوستون په تړاو زما انتظار په بشپړ ډول پوره کړ.»

په اګست میاشت کې د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمن افغان حکومت له راپرځیدو او واک ته د طالبانو له رسیدو سره افغانستان د مخ پر زیاتیدونکي یوه بشري کړکیچ سره مخامخ دی.

ډېرو هیوادونو چې غوښتل یې مرستې وکړي، په دې هکله اندېښنې درلودې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال به مرستې څرنګه ولګول شي.

د څلویښتو هیوادونو د حکومتونو مشرانو چې پکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د سره صلیب د نړیوالې ټولنې مشر پیتر مایورر او همداشان نورو حکومتي سازمانونو استازو په دغه غونډه کې په مجازي او حضوري شکل حضور لاره.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې دا په نړیوالې ټولنې پورې ده چې د افغانستان د خلکو «مسئولیت» پر غاړه واخلي. خو مرستندویه ټولنې «مناسب لاس رسي» ته اړتیا لري او بشري مرسته کوونکي باید وکولای شي خپلې چارې «د طالبانو له لوري د زور زیاتي او محدودیتونو» پرته جاري وساتي.

43. UN-Menschenrechtsrat | Deutscher Bundesaussenminister Heiko Maas
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماسانځور: Imago Images/photothek/F. Zahn

د غونډې د پرانیستو پر مهال ګویتریش وویل چې د افغانستان خلک په دې خطرناک وضعیت کې مرستو ته اړتیا لري. د هغه په خبره د افغانستان خلک په یوه وار د بشپړ هیواد له سقوط سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا مرستې به له میلیونونو افغانانو سره د روغتیایي خدماتو، د اوبو رسولو او حفظ الصحې په برخه کې وشي. پر دې سربیره دغه مرستې به د ښځو او ماشومانو او همداشان د تعلمی پروژو په برخه کې ولګول شي.

د آلمان او امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو ژمنه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د دوشنبې په ورځ وویل چې آلمان د افغانستان او سیمې له پاره خپلې بشري مرستې سلو میلیونو یورو ته لوړې کړي دي. ماس د دغه کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته وویل: «موږ د نورو ۵۰۰ میلیونه یورو د مرستو پلان لرو، څو له افغانستان او ګاونډیو هیوادونو سره یې وکړو.»

تر دې دمخه د آلمان د پراختیایي چارو وزیر ګیرد مولر په افغانستان کې د احتمالي بشري کړکیچ څخه خبرداری ورکړ. هغه د نړیوالې ټولنې د مرستو له پاره د ریفورم د رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري لیندا توماس ګرینفیلد، دغه کنفرانس ته وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره شا او خوا ۶۴ میلیونه بشري مرستې وکړي.

ماس په خپلو څرګندونو کې وویل چې د بشري مرستو پرته به د طالبانو د حکومت پر وړاندې دریځ یوازې په خبرو نه، بلکې د هغوی په عمل پورې تړلی وي. د هغه په خبره طالبان باید هغو کسانو ته چې آلمان یې مني، د سفر اجازه ورکړي، «بنسټیزو اساسي حقوقو» ته پاملرنه وکړي او دغه هیواد باید بیا د نړیوال تروریزم پر پټنځای وا نه اوړي.

خو ماس په خپلو خبرو کې زیاتره کړه چې «تیره اوونۍ د یوه سرپرست حکومت جوړول چې نورو قومونو ته پکې ځای نه وو ورکړل شوی د نړیوال ګډ کار په اړه یو ښه زیګنال نه دی.» په دې سره د ماس اشاره د طالبانو له لوري جوړې شوې سرپرستې کابینې ته وه چې یوازې پکې د دغې ډلې خلک شامل دي. که څه هم طالبانو د یوه ټولشموله حکومت یادونه کوله. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میشل باشله، په دې هکله «ناهیلي» څرګنده کړې چې هیڅ کومه ښځه په دغه کابینه کې نشته او زیاتره یې یوازې د یوه قوم دي.