1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې بالتیک هیوادونه: آلمان دې اوکراین ته ټانکونه ورکړي

۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبه

درې بالتيک هیوادونو، لاتويا، استونیا او ليتوانيا په ګډه له آلمانه غوښتي چې اوکراين ته مهم جنګي ټانکونه واستوي. د آلمان نوي دفاع وزیر ويلي دي چې د ټانکونو پر موضوع خبرې روان دي او «ډير ژر» ېې کیف ته د تلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4MY7B
د آرشیف انځور - د آلمان لیوپارډ ټانکونه
د آرشیف انځور - د آلمان لیوپارډ ټانکونهانځور: Getty Images/AFP/C. Stache

په وروستیو کې پر برلین باندې کیف ته د ليوپارډ ۲ ټانکونو د ورکړې پر تړاو غوښتنې او فشارونه ډير شوي دي. په دې لړ کې د بالتيک درو هیوادونو هم خپل غږ پورته کړی دی.

د استونیا د بهرنیو چارو وزير پر ټويټر لیکلي دي: «موږ د استونیا، لاتويا او لیتوانيا د بهرنیو چارو وزیران پر آلمان غږ کوو چې اوکراين ته همدا اوس ليوپارډ ټانکونه په اختیار کې ورکړي.»

فنلنډ اوکراین ته د «لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي

هغه زیاته کړې: «اړتیا ده چې د روسېې تهاجم ودرول شي، اوکراین سره مرسته وشي او په اروپا کې سوله ژر بېرته برقراره شي. آلمان په دې برخه کې د مخکښ اروپايي ځواک په توګه ځانګړی مسئولیت لری.»

دوی دغه اعلامیه د آلمان په رامشتاین کې د امریکا په پوځي اډه کې د ناټو او یو شمیر نورو هیوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې یوه ورځ وروسته خپره کړې ده. دغه غونډه اوکراین سره د لا ډيرو پوځي مرستو، له هغې ډلې د لیوپارډ ټانکونو د لیږد پر موضوع د خبرو اترو له پاره جوړه شوې وه.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي له غونډې یوه ورځ مخکې ويلی وو چې هغه له دغې ناستې څخه د «قوي تصمیمونو» تمه لري. اما د جمعې ورځې په غونډه کې اوکراین ته د لیوپارډ ټانکونو پر لیږد نهايي توافق ونشو. 

«تر اوسه اوکراین ته د ټانکونو د لیږد هيڅ پریکړه نه ده شوې»

د اوکراین دفاع وزیر اولیسکي ريزنیکوف (ښي لور)، د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لويد آستین (منځ) او د آلمان دفاع وزیر (کيڼ لور) د جنوري ۲۰ په رامشتاین پوځي اډه کې
د اوکراین دفاع وزیر اولیسکي ريزنیکوف (ښي لور)، د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لويد آستین (منځ) او د آلمان دفاع وزیر (کيڼ لور) د جنوري ۲۰ په رامشتاین پوځي اډه کېانځور: Andre Pain/AFP/Getty Images

د تیر کال په فبرورۍ کې اوکراين باندې د روسېې له پوځي یرغل سره، د بالتيک په دغو کوچنیو هیوادونو کې هم اندېښنې زیاتې شوي چې ښايي یوه ورځ به دوی هم د اوکراین په څير د مسکو تر پوځي حملې لاندې راشي. دغو هیوادونو په ۱۹۹۱ کې د پخواني شوروي اتحاد تر پاشل کیدو وروسته خپلې خپلواکۍ بیرته ترلاسه او اوس د ناټو غړي دي. 

د آلمان نوي دفاع وزیر، بوریس پیستوریوس، د شنبې په ورځ وويل، پلان لري چې «ډير ژر» اوکراین ته سفر وکړي. نوموړي زیاته کړې چې برلین دا وخت د ټانکونو پر موضوع له امریکا متحده ایالاتو او نورو نړيوالو شریکانو سره د «نژدې مذاکراتو» په حال کې دی.

زيلنسکي: د جنګي ټانکو د ورکړي په اړه دي ژر پريکړه وشي

روسېې په وروستیو ورځو کې د اوکراین په شرقي سیمه دونباس کې د جګړې له لومړيو کرښو باندې خپل بریدونه ډير کړي دي. د روسېې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې حملو ېې مرسته کړې چې په زاپروږیا سیمه کې ېې پوځي واحدونه ګټورې لاسته راوړنې ولري.

د رامشتاین له غونډې مخکې یوه اوکرایني چارواکي ويلي وو چې د غرب ساخت ټانکونه په اوکراین جګړې پای ته رسولو کې کلیدي رول لري. زيلنسکي هم ويلي وو چې دوی پر دغو ټانکونو روسیه باندې د حملې پلان نه لري، بلکې د خپلې دفاع او د لاسه وتلو سیمو د بېرته نيولو په خاطر ورته اړتيا لري.

راین ميتال: د لئوپارد ټانکونو ليږد تر ۲۰۲۴م کاله پورې وخت نيسي

له دې ټولو سره سره، د ټانکونکو توليدونکي آلماني شرکت راين ميتال وروسته له هغې چې اوکراین ته د ټانکونو د لیږد خبره ډيره توده شوه، وویل چې د لیوپارډ ټانکونو آماده کول لږ تر لږه یو کال وخت ته اړتیا لري، حتی که دغه تصمیم نن هم ونیول شي.

mks/aa/(Reuters)

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب