1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

رسنۍ: په غزه کې د اوربند مذاکراتو کې پرمختګ شوی

۱۴۰۳ فروردین ۲۰, دوشنبه

په مصر کې د القاهره نیوز دولتي رسنۍ د دغه هیواد د یوه لوړپوړي چارواکي په نقل د غزې په جګړه کې د اوربند په هکله مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4eWt7
Gazastreifen I  Israelische Truppen führen Militäroperationen in der Stadt Khan Yunis  durch
اسرائیلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال لیدل کیږيانځور: Gil Cohen Magen/Xinhua News Agency/picture alliance

د رویټرز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۸ نیټه) د القاهره نیوز په نامه د مصري رسنۍ په حواله لیکلي دي چې یوه لوړپوړي مصري چارواکي ویلي چې د غزې په جګړه کې د اوربند په اړه خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي او «ټولو اړخونو پر اساسي ټکو موافقه کړې ده.» په دې رپوټ کې د دغه لوړپوړي مصري چارواکي نوم ته اشاره نه ده شوې.

د شنبې په ورځ سیمې ته د «سي آی اې» د مشر ویلیم برنز له سفر وروسته، د یکشنبې په ورځ اسرائیل او حماس په غزه کې د شپږو میاشتو راهیسې د روانو نښتو د احتمالي اوربند په هکله د خبرو اترو د نوي پړاو د پیلولو له پاره خپل ټیمونه مصر ته واستول. 

حماس، اسرائیل او مذاکره کوونکو اړخونو تر اوسه پورې د القاهره نیوز د رپوټ په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مصري رسنیو زیاته کړې ده چې د قطر او حماس ترهګرې ډلې پلاوو، د مصر پلازمېنه ترک کړې ده، خو ټاکل شوې ده چې په دوو راتلونکو ورځو کې به په غزه کې د اوربند له پاره د یوه نهایي موافقې د مسودې پر شرایطو خبرې اترې وکړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د اسرائیل او امریکا پلاوي به هم ډیر زر له قاهرې څخه لاړ شي.

د القاهره نیوز د رپوټ په اساس، د مذاکره کوونکي ډلو د وتلو سربیره، د دغو ډلو ترمنځ خبرې اترې به بیرته قاهرې ته د دوی تر ستنیدلو پورې دوام وکړي.

د دغه رپوټ تر خپریدو څو ساعته مخکې او د اوربند په خبرو کې د پرمختګ په اړه رپوټونو خپریدوو سره هم مهاله، د اسرائیلو لومړي وزیر د خپلې کابینې په اونیزه جلسه کې د اسرائیلي اتباعو د یووالي غوښتنه وکړه او یو وار بیا یي ټینګار وکړ چې هیواد به یې د حماس پر وړاندې بشپړې بریا ته ورسیږي.

بنیامین نتانیاهو د حماس ترهګرې ډلې د برید د شپږمې میاشتې په مناسبت خپله وینا کې وویل: «نړیوالې ټولنې ته مې ویلي دي چې د یرغمل شوو د ستنیدو پرته به، هیڅ اوربند ونه شي.»

د اسرائیلو لومړي وزیر زیاته کړه چې د نړیوالو مخ پر ډیریدونکو فشارونو سربیره به اسرائیل په غزه کې د حماس د حاکمانو «افراطي» غوښتنو ته تسلیم نه شي.

په ورته وخت کې په اسرائیل کې د یرغمل شوو د خلاصون له پاره فشارونه ډیر شوي دي. د یکشنبې په روځ په زرګونو کسانو مظاهرې وکړي او د ۱۳۰ یرغمل شوو کسانو د خلاصون غوښتنه یې وکړه چې اوس هم له حماس سره بندیان دي.

رسنۍ په داسې یو وخت کې په غزه کې د اوربند په هکله مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي، چې د یرغمل شوو د خلاصون له پاره د غوښتنو او فشارونو د زیاتیدو سربیره، په دغه جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې د شمیر زیاتیدو له کبله هم پر اسرائیل نیوکو زور اخیستی دی.

په غزې کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له حملې وروسته پيل شوه؛ د حماس ملیشه و په دې ترهګریز برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۰ نور یې له ځان سره یرغمل ونیول.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه