1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په اول وار د اقلیمي بدلون په غونډه کي گډون وکړ

۱۴۰۳ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

طالبانو له بيا واک ته رسیدو راهیسي په لومړي ځل پر افغانستان باندي د مځکي کرې د ګرمېدو د اغېزو په اړه د ملگرو ملتو له سازمانونو، بسپنه ورکوونکو او غیر دولتي سازمانونو سره خبري اتری وکړې.

https://p.dw.com/p/4fAGX
Afghanistan Überschwemmungen durch Starkregen
انځور: MOSHSEN KARIMI/AFP

په افغانستان کي د ناروې کمېټې (NAC) مشر تیري واتردال، د چهارشنبې په ورځ په کابل کي وویل: «ټول اړخونه پر دې خبري موافقه وکړه چي په افغانستان او بهر کې انفرادي او ډله ایزو تدابیرو ته اړتیا موجوده ده.» ياده کمېټه د دې غونډي له تنظیم کوونکو څخه یوه وه.

واتردال، څرگنده کړه چي د طالبانو ټولو وزیرانو له هغو سازمانونو څخه خپل «بشپړملاتړ» اعلان کړ چي د اقلیمي بدلون او پر افغانستان باندي یې د اغیزو د کمولو له پاره مبارزه کوي. په دغو خبرو اترو کي پوهنتونونو، ډیپلوماټانو، د ملگرو ملتونو چارواکو او د افغانستان د مدني ټولنې غړو گډون کړی وو.

افغانستانله لسیزو راهیسي د وسله والو شخړو له امله، له هغو هیوادونو څخه یو دی چي تر ټولو لږ د اقلیمي بدلون عواقبو ته آمادگي لري. له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا په افغانستان کي واک ته رسېدلي، بهرنۍ مرستی په ښکاره ډول راکمې سوي دي.

نړیواله تولنه د طالبانو له چارواکو سره چي په افغانستان کي د اسلامي حکومت سخت دریځه لیدلوری پرمخ بیايي، یو له بل سره د نظر اختلاف لري. ځیني یې په دې نظر دي چي، ترڅو پوري چي طالبان  پر ښځو او نجونو باندي محدودیتونه لیري نه کړي، له نړیوالې ټولني څخه بايد منزوي وي. نور بیا په دې نظر دي چي هغه مشخصي موضوعګاني چي د دغه هيواد د خلکو په ګټه دي، بايد له طالبانو سر پرې خبري اتري وسي.

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

د افغانستان د نفوس شاوخوا ۸۰ سلنه خپل ژوند له زراعت څخه پرمخ بیايي. د پلټنو له مخي دغه هیواد د نړۍ د گلخانه يي گازونو، صفر اشاریه ۶ سلنه تولیدوي. د مرکزي آسیا په دغه هیواد کي دوښت له ۱۹۵۰م کال راهیسي تر یو اشاریه ۸ درجې پوري لوړ سوی دی.

له اقلیمي بدلون سره د مبارزې له پاره د مالي مرستو ترڅنگ، طالبانو په روان کال کي په آذربایجان کي د اقلیم په نړیوال کنفرانس COP29 کي د بلنې غوښتنه هم وکړه. د COP29 د دوبۍ په کنفرانس کي د طالبانو استازي ته بلنه نه وه ورکړل سوې. 

     GP/NZ/AG