1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ غبرګون ښوولی

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ويلي دي چې څلور دلیلونه پوهنتون ته د نجونو د تلو د ممنوعیت سبب واقع شوي دي. جي۷ هيوادونو بيا له طالبانو غوښتني دي چې دغه ممنوعيت لغوه کړي.

https://p.dw.com/p/4LMKq
Afghanistan, Kabul | Taliban hindern Frauen am betreten der Universität
انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد ندیم، د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو د تړل کېدو په هکله د راولاړو شوو نيوکو په ځواب کې وويل چې محصيلو نجونو شرعي حجاب نه رعایت کاوه، له نارینه محرم پرته په درسي ټولګیو کې حاضرېدې او ذکورو محصيلانو سره په یوه ټولګي کې کېناستې او دغه راز نجونې له يوه ولایته بل ولایت ته سفرونه کول.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير، د افغانستان ملي تلویزیون سره چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په یوه ځانګړې مرکه کې ووېل، سربېره پر دې چې پوهنتونونو ته په کراتو وويل شول چې «اسلامي قوانین» رعایت کړي او په یوه ټولګي کې د نجونو او هلکانو له مختلطې ناستې ډډه وکړي، خو دغه سپارښتنه عملي نه شوه.

د طالبانو پرېکړې اسلامي نړۍ حيرانه کړې

ندیم وويل، کوم اصلاحات چې پوهنتونونو ته ېې وړانديزونه شوي ول، عملي نه شول او «موږ مجبوره شولو چې د مسلمان ملت د غوښتونو پر اساس، د نجونو تحصیل تر امر ثاني پورې د تعويق په حالت کې راولو.»

هغه دغه راز زیاته کړه چې ځينې تحصيلي رشتې د «افغان نجونو له شان او فرهنګ سره» مطابقت نه درلود. نديم وويل چې د انجنيرۍ او زراعت پوهنځي له همدغو رشتو له ډلې څخه دي.

لوېديځو هیوادونو د افغان ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې تړل غندلي دي

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير په دې هکله چې د شرایطو د برابرېدو په صورت کې به نجونو ته د تحصيل کولو اجازه ورکړل شي، وويل چې د شرایطو د برابرولو له پاره کار ادامه لري، خو هغه د نجونو د تحصيل د بېرته پېلیدو په هکله هيڅ کوم مشخص وخت ونه ښود.

د پنجشنبې په ورځ په لسونو ښځو په پوهنتونونو کې د ښځو د ممنوعیت سره په اعتراض کې د کابل ښار واټونو ته راووتلې
د پنجشنبې په ورځ په لسونو ښځو په پوهنتونونو کې د ښځو د ممنوعیت سره په اعتراض کې د کابل ښار واټونو ته راووتلېانځور: privat

ندیم وویل چې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې بېرته خلاصول، «د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د شرایطو له آماده کېدو سره» تړاو لري.

د بشريت ضد جنایت؟

د جي۷ غړو هیوادونو د بهرنيو چاور وزیرانو، د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې دغه ممنوعیت لغوه کړي او خبرداری ېې وکړ چې «جنسيتي آزار ممکن د بشريت ضد جنایت وي.» وزیرانو تر ېوې مجازې غونډې وروسته خبرداری ورکړ چې «د طالبانو سیاست چې له عامه ژوند څخه د ښځو د حذفولو له پاره طراحي شوی، له طالبانو سره به زموږ د هیوادونو عواقب له ځانه سره ولري.»

په کابل کې د ښځو احتجاج د طالبانو له خوا سرکوبه شوی

د پنجشنبې په ورځ په لسونو ښځو په پوهنتونونو کې د ښځو د ممنوعیت سره په اعتراض کې د کابل ښار واټونو ته راووتلې.

يو شمیر اسلامي هيوادونو د هغې له ډلې سعودي عربستان او قطر او همدارنګه ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان هم د طالبانو پر دغه اقدام نېوکې کړي دي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تلو څخه منع کړې. وروسته له هغې چې طالبانو د تېرکال په اګست کې واک ته رسېدلي، ښځې او نجونې په پراخه کچه له عامه ژوند او فعالیتونو څخه څنډې ته شوي دي.

 آرشیف انځور - د جي۷ غړو هیوادونو د بهرنيو چاور وزیرانو د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې پوهنتونونو ته د نجونو د تلو ممنوعیت لغوه کړي
آرشیف انځور - د جي۷ غړو هیوادونو د بهرنيو چاور وزیرانو د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې پوهنتونونو ته د نجونو د تلو ممنوعیت لغوه کړي انځور: Felix Zahn/photothek/IMAGO

نديم په دې هکله چې د طالبانو تصمیم د اسلامي هیوادونو په ګډون له نړیوالو غبرګونونو او غندلو سره مخ شوی، وویل چې بهرني هیوادونه باید د افغانستان په چارو کې مداخلو ته د پای ټکی کيږدي.

د طالبانو د وروستۍ پريکړي په اړه خلک څه وکړي؟

غربي هیوادونو، ملګرو ملتونو، يو شمیر اسلامي هیوادونو او د بشر حقونو سازمانونو د طالبانو دغه تصمیم په کلکه غندلی او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د فوري بېرته خلاصولو غوښتونکي شوي دي.

په دې ترتيب، افغان نجونې او ښځې له خپلو ډېرو اساسي حقونو او تقریباً د ژوندانه له ټولو برخو محرومې شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم پر نجونو او ښځو یو لړ سخت محدودیتونه اعلان کړي چې په هغو کې ېو هم له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل دي.

په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

که څه هم طالبانو په ابتدا کې د یو معتدل حکومت د رامنځته کولو او ښځو ته د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د حقونو د رعایت ژمنې کولې، خو اوس د ډېرو ناظرانو له پاره د طالبانو دغه تصمیم په دې معنی دی چې په دغه ډله کې د حاکميت د لومړۍ دورې په مقایسه هيڅ بدلون نه دی راغلي.

له آرشيف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل