1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په کومو شرایطو خپل پوځ کې د مخکیني پوځ غړي مني؟

۱۴۰۰ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

نیویارک ټایمز د طالبانو د هوايي ځواک د یوه قومندان په حواله ویلي چې د افغانستان د مخکیني پوځ ۴۳۰۰ غړي دندو ته ورغوښتل شوي او اوس په دندو دي. د طالبانو د دفاع وزارت وايي هغه کسان مني چې له طالبانو سره یې جګړه نه وي کړې.

https://p.dw.com/p/48VmB
Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د پخواني پوځ ډېر کسان چې تر اوسه يې ځانونه پټ کړي دي اوس هم ډار لري چې طالبانو ته ځان سپينول به يې په زيان تمام شي. خو ځيني بيا بيرته خپلو دندو ته ستانه شوي او وايي چې ښه چلند ورسره کيږي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی او د مخکیني پوځ یو افسر چې غواړي نوم یې په رپوټ کې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل چې د حکومت له ړنګېدو وروسته په خپل کور کې پاتې و، خو د یوه بل همکار په مرسته دی او یو شمېر نور ملګري یې بېرته دندو ته ور وګرځېدل.

هغه اوس په هلمند کې د عزم په نوم قول اردو کې دنده لري. دغه قول اردو پخوا د ۲۱۵ میوند قول اردو په نوم و.

دی وايي، د حکومت له ړنګېدو وروسته یې د ځان او کورنۍ په اړه اندېښنه لرله، خو دندې ته له ورګرځېدو وروسته یې دا اندېښنه اوس کمه شوې ده. هغه وايي: «له کله چې دندې ته راغلی یم، طالبان زموږ په مخکې د تېر نظام هېڅ یادونه نه کوي، برخورد یې ښه دی، کله کله په ټوکو کې ځینې خبرې کوي.»

دغه افسر د مخابرې مسلکي دی او اوس طالبانو ته مسلکي زده کړې ورکوي. هغه وايي، که څه هم تر اوسه ورته د تېرو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی او د دندې ځای یې هم نه دی مالوم، خو د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې معاش به یې اجرا او دی به د خپل مسلک اړوند جزوتام ته وروپېژندل شي.

Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
انځور: KARIM SAHIB AFP via Getty Images

د سباوون په نوم د مخکیني پوځ یو بل افسر هم دویچه ویله ته وويل چې بېرته خپلې دندې ته ورګرځېدلی، خو تر اوسه د خپل مسلک اړوند جزوتام ته نه دی ورپېژندل شوی.

خو ډېر شمېر افسران او سرتیري لا هم ډار لري او نه ګڼي چې ګواکې طالبان به یې په خپل پوځ کې جذب کړي. ځینو خو یې آن د طالبانو له لوري د بېرته ورتللو غوښتنې هم بې ځوابه پریښي دي.

د افغانستان د مخکیني پوځ یو افسر چې غواړي نوم او غږ یې خپور نه شي وايي، څو ځله ورته د طالبانو له مختلفو ادرسونو دندې ته د ورتللو بلنې ورکړل شوي، خو ده له ډاره بې ځوابه پریښي.

د طالبانو حکومت وايي، د مخکیني افغان پوځ هغه افسران په خپل اردو کې جذبوي چې په مسلکي برخو کې فعال ول او له دوی سره یې مخامخ جګړه نه وي کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي دویچه ویله ته وویل چې تر اوسه یې تر ۹۰زره ډېر کسان په خپل اردو کې د جذب په موخه ثبت کړي او پلان لري چې د اوس له پاره یوازې تر ۱۵۰ زره پوځ جوړ کړي.

Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
انځور: Ali Khara/REUTERS

هغه که څه هم د مخکیني پوځ د جذب شویو افسران او سرتېرو کره شمېر ورنه کړی، خو ویې ویل چې په خپل اردو کې یې د مخکیني پوځ هغه مسلکي افسران منلي او مني، کومو چې مخامخ له دوی سره جګړه نه وي کړي او د پاتو هغو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې: «زموږ لومړیتوب هغه کسان دي چې زموږ سره یې په تېر شلن کلن جهاد کې ونډه لرله، دا د هغوی حق دی چې په اردو کې شامل شي او دا معقوله هم ده. د مخکني اردو د سرتېرو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.»

د پوځي چارو شنونکي وايي چې که طالبان د «پیاوړي» پوځ جوړولو اراده لري، د مخکنیو حکومتونو له پوځي افسرانو او متقاعد شویو نظامیانو سره دې مشورې وکړي.

پخواني پوځي جنرال طاقت دویچه ویله ته وویل، طالبان له مسلکي او متخصصو پوځیانو سره له مشورې پرته د ده په ټکو مسلکي او پیاوړې اردو نه شي جوړولی. هغه د طالبانو له لوري د مخکیني پوځ د ځینو مسلکي افسرانو بېرته جذب پر ځای ګام بولي.

نوموړی وايي، طالبان باید د پوځ له جوړولو مخکې د نظام پر جوړښت کار وکړي.

د مخکیني جمهوري حکومت له ړنګېدو سره یو ځای افغان پوځ هم وپاشل شو، چې ورسره د پوځ ځینې مسلکي افسران او سرتیري له هېواده وتلو ته اړ شول، ځکه د طالبانو له لوري د ځینو افسرانو او سرتېرو د شکنجې، زورونې او آن د وژنو راپورونه خپاره شوي. خو طالبانو دغه راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې که ځيني پيښي رامنځته شوي هم وي، هغه شخصي دښمنۍ دي.

ا.د / ن. ز