1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په هرات کي د ویډیو ګیمونو مرکزونه تړي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د طالبانو لخوا د بېلا بیلو بندیزونو په لړ کي دا ځل د دوی د امر باالمعروف او نهي عن لمنکر ادارې په هرات ولایت کي د ویډیوګیمونو د مرکزونو په تړلو لاس پوري کړی دی.

https://p.dw.com/p/4PVKc
افغانستان | په هرات ولایت کې د لوبې مرکز
افغانستان | په هرات ولایت کې د لوبې مرکزانځور: Javed

په هرات ولایت کي د ږغیزو او انځوریزو ټولني د معلوماتو له مخي په دغه ولایت کي ۵۰۰ د ویډیو ګیمونو مرکزونه موجود دي.  

په هرات ولایت کي د ویډیو ګیمونو د مرکزونو مسؤلان وايي، له سه شنبې ورځې راهیسي ۷۰ مرکزونه په دغه ولایت کي تړل سوي او د نورو د تړلو لړۍ هم روانه ده. 

په هرات ولایت کي د یو ویډیوګیم مرکز مسؤل د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل: «د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې یو څو تنه وسله وال راغلل په زوره يې زما د دوکان دروازه را وتړله. هغوی ویل چې ستاسو کار حرام دی او وخت ضایع کوي. ما له هغوی وپوښتل، چي خرڅ څنګه پیدا کړم؟ طالبانو ویل خدای روزي رسان دی.»

اړوند: سرچینې: طالبانو د هرات په رستورانتونو کې د ښځو برخې تړلي

د ویډیو ګیم د یو مرکزدغه مسؤل وايي، حیران پاته یم، چي له دې وروسته به د کور او ژوند اقتصادي چاري څنګه سرته رسوم: «۱۸ زره ډالره پانګونه مي کړې ده، خو اوس وزګار سوم او اندېښمن یم، چي د کورنۍ خرڅ څنګه برابر کړم.»

په هرات کي د ویډیو ګیمونو مرکزونه قانوني جواز لري او د صوتي او تصويري اتحاديې په چوکاټ کي فعالیت کوي. 

سید نصرالله هاشمي په هرات ولایت کي د ږغیزې او انځوریرې ټولنې مسؤل دی، هغه دویچه ویله ته وویل: «په هرات ولایت کي تقریبا ۵۰۰ د ویډیو ګیمونو مرکزونه موجود دي او له پرون راهیسي يې طالبانو تړلو ته لستوڼي راپورته کړي دي او ښايي په نورو ولایتونو کي هم دغه پرېکړه عملي سي، د ویډیو ګیم په هر مرکز کي دوه یا هم درې تنه په کار بوخت دي او د دغو مرکزونو په تړلو سره به سلګونه کسان وزګار او په لویو اقتصادي ستونزو به اخته سي.»

له بله پلوه په هرات ولایت کي د کمپيوټري لوبو سامان الات پلورونکي وايي، طالبانو همدارنګه یو شمېر د ویډیو ګیمونولپاره د سي ډي پلورولو دوکانونه هم تړلي دي او یاد سي ډي پلورونکي يې د یو څو ساعتونو لپاره له ځان سره بېولي هم ول. 

اړوند: طالبانو د پسه د خصیې (بېضې) پلور او پخول منع کړل

په هرات ولایت کي د یادو کمپيوټري لوبو د سامان الاتو یو تن عمده پلورونکي دویچه ویله ته وویل: «پرون ماځیګر د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ادارې یو شمېر طالبان زموږ د څنګ دوکانونو ته په دې پلمه ور ننوتل، چي ستاسو سي ډیاني عکسونه لري او له عکسونو سره يې پلورئ، لنډه دا چي طالبانو څلور پنځه تنه دوکانداران له ځان سره بوتلل»

ده همدارنګه زیاته کړه: «د ویډیوګیمونو د مرکزونو تر تړلو وروسته طالبان د ګیمونو د عمده پلورونکو دوکانونه هم ور تړي او زه په دې حالت اندېښمن یم، چي زما پانګونه به څنګه سي.» 

هند | د میوزیک پلورنځي کې زاړه وینیل ریکارډونه
هند | د میوزیک پلورنځي کې زاړه وینیل ریکارډونهانځور: Payel Samanta/DW

په هرات ولایت کي د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مسؤلان ددغو مرکزونو د تړلو پرېکړه مني او وايي، دغه کار يې د خلکو په غوښتنه کړی دی. 

د هرات ولایت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشر شیخ عزیزالرحمن دویچه ویله ته وویل: «موږ هڅه کوو، چي د ټولو منکراتو مخه ونیسو او هرځای، چي منکرات وي موږ يې مخالف یوو، د ویډیو ګیمونو دغه مرکزونه هم د خلکو د غوښتني پر بنسټ تړل سوي، ځکه دوی ویل، چي په دې مرکزونو کي ځوانان بې لاري کیږي په هر ولایت کي، چي منکرات وي خامخا يې مخه نیول کیږي.»

اړوند: د طالبانو امر باالمعروف: د ږيرې پريښودلو سپارښتنه کوو

تراوسه لا روښانه نه ده، چي دا پرېکړې یوازي په هرات ولایت کي عملي کیږي، که د ټول هیواد په کچه پرېکړه سوې ده؟ دویچه ویله په دې اړه وغوښتل په کابل کي د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظر هم په راپور کي واخلي، خو د راپور تر بشپړولو پوري هغوی ځواب رانه کړ. 

ځوانان په دغو مرکزونو کي د هر منفي فعاليت خبره ردوي. د هرات ولایت یو اوسیدونکی، چي  د جواد په مستعار نامه ځان را وپېژني، دویچه ویله ته داسي وویل: «کمپيوټري لوبي د ویډیو ګیم په نامه زموږ لپاره یو ساعتیری وه. زه یوازي د ورځي یو ساعت ورتلم او فوټبال لوبه مي کوله، خو اوس دغه ساعتیری پر موږ بند سو.»

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی