1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

طالبان: پاکستان دې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ ودروي

۱۴۰۲ خرداد ۱۸, پنجشنبه

په اسلام آباد کې د طالبانو سفارت له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ دې ودروي. دا غوښته تر هغه وروسته شوې چې په دې وروستيو کې کابو ۲۵۰ افغانان په پاکستان کې نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4SKRp
آرشيف انځور: په چمن کې افغان مهاجر
آرشيف انځور: په چمن کې افغان مهاجرانځور: Xinhua News Agency/picture alliance/

د اسوشیتيد پريس خبري آژانس په حواله دغه په لسګونه افغان کډوال په دې تیرو څو ورځو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې او همدا راز د نورو امنيتي ادارو له خوا له دې کبله نيول شوي دي چې د سفر قانوني اسناد یې نه درلودل.

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې سفارت ويلي دي چې په پلازمېنه اسلام آباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ او شا او خوا سيمو کې یې د افغانانو د نيولو لړۍ لا دوام لري.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

ويل شوي چې يوه ديپلوماتيک پلاوي له پوليسو سره په دې تړاو ليدلي دي. دغه پلاوي ويلي دي چې د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا د نيول شويو افغان کډوال شمير ۲۵۰ ته رسیدلی دی او هغه کسان هم پکې شامل دي چې په پاکستان کې د اوسیدو اسناد هم لري.

اړونده موضوع: د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۹ افغان کډوال ازادیدل

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې سفارت ويلي دي چې د نيول شويو افغانانو د حقوقي حيثيت د روښانه کولو او د دغو بنديانو په چټکه توگه د آزادولو له پاره هلې ځلې کوي.

د سفارت په يوه ټويټ کې ويل شوي: «د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي او په رسمي توگه یې اندېښنو ته ځواب وويل شي ځکه دا مسئله د دواړو هيوادونو پر خپل منځي اړيکو منفي اغیز کوي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن سرحدي پاټک
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن سرحدي پاټکانځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

سفارت دا هم تائيد کړې ده چې په سند ايالت کې د آرزو احمدي، په نوم د رزمي لوبو يوه افغان لوبغاړې هم نيول شوې ده. نوموړی د لوبو په یوه سيالۍ کي د گډون په موخه په پاکستان کې وه او د سه شنبې په سهار د اسنادو د نه شتون له کبله پوليسو نيولې وه.

د سفارت له خوا زياته شوې چې نوموړې لومړی د ښځو يوه امن کور ته وړل شوی وه خو بيا وروسته آزاده کړل شوې ده.

اړونده موضوع: د پاکستان او ایران له زندانونو ۴۰ افغانان خوشې شوي

په پاکستان کې تر يو میليون ډېر راجستر شوي افغانان ژوند کوي خو د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کې کله چې طالبان په دويم ځل په افغانستان کې واک ته ورسېدل، تر ۱۰۰ زرو ډېر نور افغانان هم پاکستان ته کډه شول که څه هم چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او له خلکو یې هم غوښتي ول چې هيواد دې نه پريږدي.

په تېر دسمبر میاشت کې د کراچۍ په يوه زندان کې د بندي افغان ماشومانو انځورونو سخته غوسه راپارولې وه. دغه ماشومان د هغو نورو ۱۲۰۰ افغانانو په ډله کې ول چې د بېلا بېلو چاپو پر مهال د پاکستان دغه سویلي ښار ته داخليدو پر وخت د سفر د اسنادو نه درلودو له کبله نيول شوي ول.

دا نيونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترينگلتيا باعث هم گرځيدلې وې.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشیف څخه:

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟