1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه ډله افغانان تر پوځي زده کړو وروسته هيواد ته ستانه شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبه

د طالبانو حکومت وايي چې د افغان محصلینو دغه شل کسیزه ډله تېره ورځ هېواد ته ور ستنه شوې ده. دغه شل محصلین د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت هند ته د پوځي زده کړو له پاره استولي ول.

https://p.dw.com/p/4NIOr
پخواني افغان پوځیان
پخواني افغان پوځیانانځور: picture-alliance/dpa

د طالبانو ادارې د ملي دفاع وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي: «د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هدایت پر اساس او د بهرنیو چارو ریاست په همغږۍ ۲۰ محصلین چې په تیر نظام کې هندوستان ته د نظامي مسلکي زده کړو له پاره لیږل شوي ول نن خپل هيواد ته راستانه شول.»

د دغه وزارت په وینا تر دې وړاندې هم په لسهاوو محصلین په بهر کې تر لوړو زده کړو وروسته هيواد ته ستانه شوي چې بیا د هغوی پوځي لیکو ته جذب شوي.

د تازه ستنې شوې ډلې په اړه نه دي ویل شوي چې آیا هغوی ته به دندې ورکړي او کنه؟

رپوټونه وايي چې یوشمېر پخواني افغان پوځیان چې په هند کې له پوځي زده کړو فارغ شوي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې پخواني حکومت شاوخوا ۱۱۷ تنه پوځي زده کړو له پاره لیږلي چې ځینو یې خپلې تحصیلې دورې بشپړي کړي.