1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

جنوبي کوريا: شمالي کوریا دوه بالیستک توغندي توغولي

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د جنوبي کوریا پوځ وايي چې شمالي کوریا د جمعې په ورځ دوه لنډ واټن ويشتونکي بالستيک توغندي توغولي دي. دغه اقدام داسې وخت شوی چې واشنګټن او سويل مخکې خبرداری ورکړی وو چې د شمالي کوریا رهبر نورو اتومي آزموېنې ته تیاری نیسي.

https://p.dw.com/p/4InYM
د آرشیف انځور- شمالي کوریا د خپلو توغنديو توغول د امریکا متحده ایالاتو د یرغل پر وړاندې ېې د «متقابلو اقداماتو» په توګه توجېه کړي دي
د آرشیف انځور- شمالي کوریا د خپلو توغنديو توغول د امریکا متحده ایالاتو د یرغل پر وړاندې ېې د «متقابلو اقداماتو» په توګه توجېه کړي دي انځور: picture alliance/AP/Korean Central News Agency

د شمالي کوریا له خوا د دوو بالیستک توغنديو د توغولو خبر په داسې وخت کې ورکول کيږي چې د جنوبي کوریا او امريکا حکومتونو په وروستي ځل د شمالي کوریا له خوا د توغندیو تر توغولو وروسته خبرداری ورکړ چې د دغه هیواد رهبر، کیم جونګ اون، به ممکن نورې اتومې آزموېنې ترسره کړي.

له بل لوري شمالي کوریا دغه بالیستيکي توغندي په داسې وخت کې توغولي چې جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو خپل ګډ ۱۲ ورځني ځمکني او سمندري پوځي تمرینات پای ته ورسول. دوی به همدا راتلونکې دوشنبه د هوايي قواوو مشترک تمرینات هم پيلوي چې په کې به د امریکا او شمالي کوریا ۲۰۰ جنګي جیت الوتکې ګډون کوي.

شمالي کوریا بیا یو بالستیکي راکټ وتوغاوه

دغو پوځي تمریناتو بيا د شمالي کوريا د حکومت سخته غوسه راپارولې او دغو تمریناتو ته پر شمالي کوریا باندې یو یرغل ته د چمتوالي په سترګه ګورې. له همدې کبله ېې د خپلو توغنديو توغول په پرله پسې توګه ضروري ګڼلي او د امریکا متحده ایالاتو د یرغل پر وړاندې ېې د «متقابلو اقداماتو» په توګه توجېه کړي دي.

د جنوبي کوریا پوځ: د بشپړ چمتوالي په حال کې يو

د جنوبي کوریا پوځ «دوه بالستیک توغندي چې د تانګوون ایالت له تانګچون سېمې څخه توغول شوي وو، کشف کړي دي.» پوځ ويلي دي چې دغه توغندي ېې د ۱۱ بجو او ۵۹  دقيقو (ګرينويچ ۰۲:۵۹) او دولسو بجو او اتلسو دقيقو ترمنځ توغول شوي دي.

شمالي کوريا د جاپان پر فضا بالستيک توغندی فاير کړی

د سيول د ګډو ځواکونو لوی درستیز په یوه اعلاميه کې ويلي دی: «زموږ پوځ د امريکا متحده ایالاتو سره په نژدې همکارۍ کې  څارنه ډيره کړې او د بشپړ چمتوالي په حال کې دي.»

د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ ترينګلتيا په داسې حال کې خپل اوج ته رسيدلې، چې ترمنځ ېې مذاکرات له اوږدې مودې راهیسې په ټپه ولاړ دي. د شمالي کوریا رهبر، کیم اونګ اون، تیره میاشت وويل چې هیواد یې يو «نه شاته راګرځيدونکی» اتومي ځواک دی او د ممنوعه وسلو پروګرام پر سر مذاکرات ېې هم عملاً پای ته رسيدلي اعلان کړل.

په سيول او واشنګټن کې چارواکي له میاشتو راهيسې خبرداری ورکوي چې کيم، یو بلې اتومي آزموېنې ته تیاری نیسي. که دغه آزموینه ترسره کيږی نو دا به د دغه هیواد اوومه او له ۲۰۱۷م کال راوروسته لومړۍ آزموينه وي.

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون په سويلي ایالت هامګیوون کې د پرانیستې په یو مراسم کې - د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۰مه
د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون په سويلي ایالت هامګیوون کې د پرانیستې په یو مراسم کې - د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۰مه انځور: KCNA/Reuters

شمالي کوریا د توپخانې ډیر فیرونه کړي دي

اوومې اتومې آزموېنې ته تیاری

د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سوک یول، د سه شنبه په ورځ پارلمان ته وويل، داسې ښکاري چې پيونګیانګ «د اوومې اتومې آزموينې له پاره چمتوالی نیولی دی.»

امریکا او جنوبي کوریا له مځکي څخه مځکي ته توغندي توغولي     

د چهارشنبې په ورځ، امریکا متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا وويل چې د شمالي کوریا اتومي آزموینه د «یو بې ساري قوي غبرګون» مستلزمه ده چې دا د سيمیز امنیتي متحدینو د اتحاد ژمنه ښيي. 

شمالي کوریا روانه مياشت کې د سمندر یوې «حايلې سېمې» پر لور د توپخانې ګڼ شمير ګولې وتوغولې، هغه سيمه چې د ۲۰۱۸م کال د خرابې ديپلوماسۍ په جریان کې جنوب سره د ترينګلتياو د کمولو د ېوې لارې په توګه په نظر کې نيول شوه.

 «تکتيکي مانورونه» او د «دښمن جنګي مانورې»

سويلي کوريا وايي شمالي کوريا د توغنديو نوې آزموينې کړې

شمالي کوریا خپلو دغو اقدماتو ته د «تکتيکي اتومي مانورونو» نوم ورکوي چې دا هغو توغندیو ته ورته دي چې جنوب ته د اتومي سرګلولې درلودونکو توغندویو د لیږد وړتیا لري. د رپوټونو مطابق د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا یوه کښتۍ د دواړو هيوادونو د سمندري سرحدي علاقې څخه تيره شوه چې د خبرداري ورکونکو ډزو د تبادلې سبب وګرځېده.

 د شمالي کوریا دولتي رسني هم په وروستیو کې په نادره توګه په پر له پسې ډول د دغه هیواد د پوځ اعلامېې خپرې کړې چې په هغو کې ېې د «دښمن جنګي تمرينونه» محکوم کړل شوي ول او غږ ېې پرې کړی وو چې دغه مانورونه دې پای ته ورسوي.

آ/م.ک.ص./ب.ص / kjk/ceb/cwl

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: