1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

سوات: د وسلوالو په بریدونو کې زده کوونکي ټپيان شوي

۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

وسلوالو کسانو د پاکستان په شمال ختيځ سیمه سوات کې د دوشنبې په ورځ د ښوونځي پر دوو موټرو ډزې کړي چې لږ تر لږه ۴ زده کوونکي ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/4HyrV
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د سوات د پولیسو ویاند، مهران علي، د آلمان خبري آژانس ته وويل: «حمله کونکي پر يو موټرسایکل سپاره ول او د پېښې له ځايه تښتيدلي دي. موږ د هغوی د نيولو په موخه یو چاڼيز عملیات پېل کړي دي.»

ویاند زیاته کړه چې لومړنۍ حمله کې یو زده کوونکی ټپی شوی چې روغتيايي وضعیت ېې ښه او له خطره بچ دی.

دوهمه حمله له سواته بهر په کوز دير ولسوالۍ کې شوې ده. د دغې ولسوالۍ د یو پوليس ګلناز خان په خبره په دغه حمله کې درې زده کوونکي په کې ټپيان شوي دي. د دغو بریدونو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان سوات سيمه چې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ټاټوبی دی په وروستیو کلونو کې په نسبي توګه امن شوې، خو د پاکستاني طالبانو د بيا انسجام کېدو انديښنې پکې موجودي دي.

پاکستاني طالبان په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو کې پر سوات حاکم ول. هغوی هغه وخت پر ملاله يوسفزۍ له دې کبله چې د نجونو له تعلیم څخه ېې ملاتړ کاوه، وسلوال برید کړی وو چې هغه په کې سخته ټپي شوه. په یاد برید کې د هغې د موټر چلونکی ووژل شو او یو تنکی ځوان په دوو ګولیو ټپي شوی وو.

آ./ا.ا./م.ک.ص.