1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینې: طالبانو هرات کې د رستورانتونو فامیلې برخې تړلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

په هرات کې د ځینو رستورانتونو څښتن وایي چې د طالبانو د پریکړي له مخې له دې وروسته ښځې نه سي کولی په رستورانتونو کې ان د کورنۍ له نارینه غړو سره یوځای ډوډۍ وخوري. طالبان بیا دغه موضوع ردوي.

https://p.dw.com/p/4BCsK
Afghanistan Bildergalerie
آرشیف:په هرات کی یو رستورانتانځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS

په هرات ولایت کې د یادو رستورانتونو مسوولینو له دویچه ویلې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو تر دغې پریکړې وروسته په اندیښنې سره د هغوی مشتریان کم سوي دي.

په عمومي صورت د هرات په ټولو رستورانتونو کې د نارینه وو او کورنیو [فامیلونو] ځایونه جلا دي، په دې ډول چي هیڅ یوه مجرد کس ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کورنیو له پاره ځانگړي سوي ځای ته ورسي.

سیروس د هرات د یوه رستورانت د څښتن مستعار نوم دی. هغه چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له کبله یې اصلي نوم خپور شي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تیره شپه ځینې طالبان رستورانت ته راننوتل او زما څخه یې وغوښتل چې ښځې او نارینه که د یوې کورنۍ غړي هم وي، تر دې وروسته پرې نه ږدي چې یو ځای ډوډۍ وخوري. طالبانو راته وویل چې ستاسي رستورانتونه هم باید لکه نور تالارونه پر دوو برخو، زنانه او مردانه باندې تقسیم سي. واقعاً دردوونکې ده او موږ د هرات د رستورانتونو خاوندانو پریکړه وکړه چې په گډه سره طالبانو ته ورسو او له هغوی څخه وغواړو چې له خپلې دغې پریکړې تیر سي که نه نو زموږ د رستورانتونو دروازې به وتړل سي.»

Afghanistan Taliban l Schaufensterpuppen in Herat
آرشیف: په هرات کی مغازې ته یوه ښځه دننوتو په حال کيانځور: Jalil Rezayee/dpa/picture alliance

همدارنگه د هرات ځیني ښاریان چې د نوې پریکړې له مخې په رستورانتونو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای، ډوډۍ خوړلو څخه منع سوي، وایي چې د طالبانو دغه اقدام د هغوی پر روح او روان باندې منفي اغیز اچولی دی. د هرات یوه بله اوسیدونکې ناهید وایی: «دوې شپې مخکي د خپل پلار او مور سره د هرات یوه مشهور رستورانت ته ولاړم، خو کله چې کښیناستو د رستورانت خاوند راغی او وې ویل چې نارینه دې بیل کښیني او ښځې بیلې. د رستورانت خاوند وویل چې د طالبانو د امر باالمعروف له خوا ورته فرمان ورکول سوی، که دا کار ونه سي نو رستورانت به راوتړي.»

د یاسر په نامه د هرات یو بل اوسیدونکی وایي چې د دغې موضوع په هکله ورته یوه ترخه خاطره پاته ده.

د هغه په خبره «څو شپې مخکي د خپلی خور او مور سره د خوشاله وخت تیرولو له پاره د ښار یوه رستورانت ته تللې وم، خو د رستورانت خاوند د طالبانو د فرمان له مخې راته د کښیناستو اجازه رانکړه، د هغوی دغه کار به د دې سبب سي چې خلک ورځ په ورځ د دغې ډلې په هکله بې اعتماده سي.»

دا په داسي حال کي ده چې په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند مولوی محمد صادق عاکف مهاجر، دویچه ویله ته په خبرو کې دغه موضوع رد کړه. هغه دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې وویل: «دا آوازې دي او د طالبانو له خوا به د هغو کورنیو له پاره هیڅ ډول ممانعتونه موجود نه وي چې له خپل محرم سره رستورانتونو ته ځي.»

پر ښځو باندې د محدودیتونو په زیاتیدو سره په تیره بیا هرات ولایت کې ورځ تر بلې په ښار کې د ښځو په حضور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.