1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

رپوټ: اوکراین د روسیې د تیلو پر دستگاوو برید کړی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

روسي چارواکو ویلي دي چي اوکراین د روسیې په خاوره کي د بې پیلوټه الوتکو په مرسته څو سیمي په نښه کړي دي. رسنیو د ریازان د تیلو پر فابریکې د برید خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fOmc
Russland Yelabuga | Beschädigtes Gebäude nach ukrainischem Drohnenangriff in Tatarstan
انځور: Ostorozhno Novosti/Handout via REUTERS

رسنیو رپوټ ورکړی دی چي اوکراین د ریازان د تیلو د فابریکې په شمول، د چهارشنبې په شپه د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې په مختلفو سیمو کي د تیلو پر دستگاوو بریدونه کړي دي.د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې (HUR) یوه چارواکي چي نوم یې نه دی ذکر سوی، د «اوکرایینسکا پرواد» پورتال ته ویلي دي چي د مسکو د سویل ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کي د ریازان په ښار کي د تیلو یوه دستگاه زیانمنه سوې ده، نوموړي زیاته کړې: »په ریازان کي یو پوځي هدف تر برید لاندي راغلی دی.« او دوهم هدف د روسیې د وورونژ په ښار کي د نفتو د پروسس کولو فابریکه وه.

د اوکرایند پوځي استخباراتو ادارې دغه خبر په رسي توگه نه دی تائید کړی، خو د اوکراین رسنۍ په محرمانه ډول د دغه ډول بریدونو په هکله معلومات په لاس راوړي.

د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چي د روسیې پر څلورو سیمو  وورونژ، ریازان، بيلگورود او کورسک باندي یې په شپه کي د اوکراین د بې پیلوټه جنگي الوتکو مخه نیولې ده.

د روسیې خپلواکو رسنیو د ریازان د تیلو په فابریکه کي د یوې اولرگیدني رپوټ ورکړی دی.

د اوکراین پوځي ځواکونو خپل بې پیلوټه الوتکو ته نوره هم پراختیا ورکړې ده او له څو اونیو راهیسي په لا ډیر واټن سره د روسیې په دننه کي بریدونه کوي. له دغو بریدونو څخه هدف د روسيې پوځ له پاره د سوند توکو د تامینولو اخلالول دی.

د امریکا متحده ایالاتو پر دغو بریدونو انتقادونه کړي دي، دا ځکه چي د تیلو پر نړیوالي بیې د هغوی له اغیز خڅه بیره لري. خو کیف خپل دغه تاکتیک ته ادامه ورکوي.

اوکراین له څه د پاسه دوو کلونو راهیسي، د روسیې د یوه پراخ برید په وړاندي د ځان دفاع کوي.

 روسیې د چهارشنبې په شپه په توره بحیره کي د اوکراین پر بندري ښار اودسا باندي توغندي فیر کړي دي. د نوموړي ښار د والي اوله کیپر، په حواله په دغو بریدونو کي ۳ کسان وژل سوي او ۳ نور زخمیان سوي دي.

د اوکراین په ختیځ کي پروت لوی ښار، خارکیف د چهارشنبه په ورځ د څو سرگلولو هدف وگرځید چي د روسیې د الوتکو په واسطه له یوه ډاډمن واټن څخه شلیک کیدل. د هغه ځای والي اوله سینیهوبوف، د لږ تر لږه دریو تنو له وژل کیدو څخه خبره کړې ده. 

   GP/NZ/AG