1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیه غواړي خپل اټومي ځواک ته تمرین ورکړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

پر اوکراین د جگړې په جريان کي د روسیې حکومت د یوه نوي پوځي تمرین اعلان کړی دی. خبره د سمندري ځواکونو او سرتیرو په گډون د هغو اټومي وسلو تمرین دی چی اوکراین ته نیژدې ځای پرځای سوي دي.

https://p.dw.com/p/4fYSu
Russland | Putin TV Ansprache
انځور: Kremlin.ru/REUTERS

پراوکراین د روسیې تر تهاجمي برید څه د پاسه دوه کاله وروسته، روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر د خپلو تاکتیکي اټومي ځواکونو د یوه تمرین اعلان وکړ. د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي: «د دغه تمرین په بهیر کي به یو لړ فعالیتونه عملي سي، تر څو د غیرو ستراتیژیکو اټومي وسلو د آمادگۍ او استعمال تمرین وسي.»

خو په دغه خبر کي په دې اړه څه نه دي ویل سوي چی په نوموړو مانورونو کی به واقعاً په اټوميسرگلولو سمبال توغندي وکارول سي که نه. په دغه تمرین کي به سمندري ځواکونه او همدارنگه پوځي جنوبي سيمه هم برخه واخلي، خو دا چي هغه به څه وخت پیل سي، لا معلومه نه ده.

د لوېديځ د ځينو سياستوالو«پاروونکو څرگندونو» ته غبرگون

روسيې مخکي هم له اټومي سرګلولو پرته اټومي ځواک تمرین کړی وو. د مثال په ډول په تیره اکتوبر مياشت کي دوه بین لابراعظمي بالستیک توغندي او څو کروز توغندي د تمرین او مخنیوي اهدافو له پاره وتوغول سول. 

کریملن د دغه تمرین اعلان، د «روسیې د فدراسیون پر وړاندي د بیلا بیلو غربي چارواکي له گواښه ډکو او پاروونکو ویناوو» سره په تړاو کي ویني.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف، د خبریالانو پوښتنو ته په جواب کي بیا هم دا خبره تائيد کړه چي د دغه کار اصلي دلیل، د نورو په ګډون د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون څرگندونې دي چي په اوکراین کي د لویدیځو مځکنيو ځواکونو ځای پرځای کول نه ردوي.

پیسکوف په دې باور دی چي داسي څرگندونی«اوکراین ته د وسله والو ځواکونو د لېږلو نيت« ښيي. ماکرون واقعاً په یوه مرکه کي ویلي وه چي: « که چیري روسیه د جبهې لومړۍ کرښې ماتي کړي او که اوکراین د دې غوښتنه وکړي چي اوس یې لا نه ده کړې، نو بیا به موږ د دې حق ځان ته ورکړو.»

خو ماکرون د خپلو دغه ډول څرگندونو له امله د اروپا په دننه کي هم تر انتقادونو لاندي راغی.

Ukraine-Konflikt - Russland testet Nuklearwaffen
د اوکراین شخړه: روسیه اټومي وسلې آزماییانځور: imago images/Cover-Images

پر اوکراین باندي د تهاجي جگړې له پیل راهیسي، روسي استازي هڅه کوي چی په لویدیځو هیوادونو کي د اټومي جگړې له امله ویره خپره کړي او په دې ډول د اوکراین سره نړیوال ملاتړ کمزوری کړي.

ولسمشر پوتین ډیری وخت د روسیې اټومي دُکترین ته اشاره کوي. دغه دُکترین پر روسیې باندي د ډله ایزو ویجاړوونکو وسلو او يا هغو ولسو چي د روسيې د «حکومت موجوديت» ګواښيي د برید په صورت کي د«بشپړي دفاع» په موخه د اټومي وسلو د استعمال اجازه ورکوي.

GP/NZ (dpa, afp)