1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

روسيې او اوکراین پر يو بل د ډرونونو پراخې حملې کړي

۱۴۰۲ دی ۹, شنبه

په تېرو دوو پر له پسې شپو کې اوکراین او روسيې پر ېو بل د توغندیو او ډرونونو پراخې حملې کړي دی. اوکراین د ۱۱۴ روسي ډرونونو او توغنديو د راغورځولو او روسيې د ۲۳ اوکرایني ډرونو د ويشتلو ادعا کړې ده.

https://p.dw.com/p/4airi
د اوکراین پلازمينه کیف ښار پر سر هوا کې د یو روسي توغندي چاودنه
د اوکراین پلازمينه کیف ښار پر سر هوا کې د یو روسي توغندي چاودنهانځور: GLEB GARANICH/REUTERS

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د جمعې په ورځ ويلي وو چې روسيې تېره شپه پر اوکراین ۱۱۰ توغندي او ډرونونو توغولي، چې په اوکراین کې د روسيې د ۲۲میاشتې جګړو په جريان کې هېڅ کله هم په یوه ورځ کې په دومره ډېر شمېر کې توغندي نه وو توغول شوي.

زيلنسکي وويل چې د روسي په توغولو شوو توغندیو کې کنزال هايپرسونیک، اس-۳۰۰ بالستيک او ګڼ شمېر بالستیک توغندي او همدارنګه د ایران جوړ اوږد واټن وېشتونکې ډرون شامل دي.

د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو بیا وويل چې «دښمن تېره شپه پر اوکراین د هوا ۱۵۸ حملې وکړې» چې د هغو له ډلې ۱۱۴ توغندي او ډرونونه يې هدف ته له رسیدو مخکې ویشتل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د جمعې په ورځ ويلي وو چې روسيې تېره شپه پر اوکراین ۱۱۰ توغندي او ډرونونو توغولي
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د جمعې په ورځ ويلي وو چې روسيې تېره شپه پر اوکراین ۱۱۰ توغندي او ډرونونو توغوليانځور: Oleksandr Ratushniak/REUTERS

د اوکراين لوی څارنوال، اندري کوستين، تېره ورځ په ابتدا کې ويلي وو چې په دغو بریدونو کې ۱۶ تنه وژل شوي دي، خو وروسته رپوټونو کې د مړو شمېر۱۸ ته پورته شو اما د شنبې ورځې تازه رپوټونو کې راغلي چې د روسيې وړمې شپې حملو کې ټولټال ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۵۱ تنه نور ټپیان دي. د جمعې په ورځ د ټپیانو شمېر ۱۰۰ تنه ښودل شوی وو. پوځي سرچينو ويلي وو چې يوازې په دنپرو ښار کې پنځه ملکيان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان شوي دي.

د کیف ښاروال ویتالي کليچکو وويل چې په دغه ښار کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي. یادو حملو د اوکراین د خارکيف او لویف ښارونو په ګډون نورو برخو کې هم ويجاړۍ رامنځ ته کړې دي.

د دغو حملو په ادامه تېره شپه د مسکو په ګډون د روسیې پر یو شمېر سیمو ورته حملې شوي دي. د روسيې پوځ د شنبې په سهار وختي وويل چې

د روسيې دفاع وزارت د شنبې په ورځ وختي پر ټيلګرام ليکلي چې د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د اوکراین ۳۲ ډرونونو راغورځولي دي. سرچينې زیاته کړې چې دغه ډرونونه د روسيې په لويدېځو سيمو، بریانسک، اورال او کورسک کې چې د اوکراین سرحد ته نژدې پرتې دي، له منځه وړل شوي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه (17.02.2023):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل