1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د نجونو د تحصيل په هکله خپل ترمنځ همنظره نه دي

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

کابل «ډي پي اې» – د افغانستان په پوهنتونونو کي د نجونو په تحصيل کولو له بندیز لگولو وروسته د رسنیو د راپور له مخې د طالبانو حکومت د نظر له مخې وېشل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4LOVw
 په افغانستان کې له پوهنتونونو د ښځو د ایستلو پر ضد لاریون له پوهنتونونو د ښځو د ایستلو پر ضد احتجاج (۶۴۱۸۶۱۲۱)
انځور: AP Photo/picture alliance

کابل «ډي پي اې» – د افغانستان په پوهنتونونو کي د نجونو  په تحصيل کولو له بندیز لگولو وروسته د رسنیو د راپور له مخې د طالبانو حکومت د نظر له مخې وېشل شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په آند باید د ښځو  د پوهنتونونو په بیرته پرانستلو خبري اتري وشي.

د جمعي په ورځ د  افغان خبري رسنۍ طلوع نيوز د داخله چارو په وزارت کي د دنه يادي کړل شوي سرچيني په حواله رپوټ ورکړی دی.

 دغه دواړه ښايي د خبرو اترو لپاره سویلي ولایت کندهار ته د طالبانو له مشر ملا هيبت الله اخوندزاده سره د خبرو کولو له پاره سفر وکړي. دا د هغه وروسته چي پر طالبانو په کور دننه او دباندي د مېرمنو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو له کبله زياتي نيوکي وشوې.

تندلاریتوب له اسلام سره توجیه کول

د پنجشنبې په ورځ په پوهنتون کې د ښځو په تحصيل د بندیز لگيدلو په اړه، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د هېواد په دولتي تلويزیون کي له دغه بنديز څخه دفاع وکړه. هغه دغه بندیز د اسلام له قواعدو  سره توجیه کړ، د بيلگي په توگه دغه سخت دريزه عمل يې د هغه ښځينه محصلينو د جامو له طرز سره وتاړه، چې گواکي اسلامي لباس اغوستلو ته پاملرنه نه کوي او يا هم له يو ولايت څخه په بل ولايت کي پوهنتون ته د ورتگ په موخه په يوازي توگه، پرته له کوم نارینه بدرگه کونکي سفر کوي.

Afghanistan | Afghanische Studentinnen reagieren gegen das Studienverbot
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د طالبانو قانوني نظر

د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې طالبانو په سمدستي توګه عمل وکړ.

په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو په ورتګ بندیز ولگوو. د طالبانو واک ترلاسه کولو راهیسې د   ۲۰۲۱ اګست، اسلامپالو په پراخه کچه د ښځو حقونه محدود کړي.

نجونې او ښځې په لویه کچه له عامه ژوند څخه ایستل شوي دي.

آ./ح.ح./ا.ا.