راتلونکی جیمز باند به څوک وي؟
څه فکر کوئ چې د جیمزباند ۰۰۷ فلمونو مرکزي رول له پاره به تر دانیل کریګ وروسته څوک راځي؟ په دې هکله ګنګوسې ډېرې شوي په هغو کې یوه دا ده چې ارون تايلور-جانسون، د ام۱۶ جاسوس رول له پاره وړاندیز شوی دی.
ارون تایلور-جانسون
رپوټ ورکړل شوی چې د جیمزباند ۰۰۷ فلمونو توليدونکو، ارون تایلور-جانسن ته «رسمي آفر» جوړ کړی تر څو تر اوسني جیمزباند دانیل ګریک وروسته دغه نقش ته انتخاب شي. په خپله جانسون ويلي چې په دې هکله خبرې کول له وخته مخکې دی.
۰۰۷ باند، دانیل کریګ
جیمز باند مشهور فلمونه یان پروډکشنس یا د یان تولیدونکي شرکتونه جوړوي. د دغو فلمونو د سلسلې تر ټولو وروستۍ جاسوسي فلم «نو ټایم تو ډای» دی چې په مرکزي رول کې دانیل کريګ دی. دا د کريګ پنځم او وروستي فلم دی.
کلیان مورفي
د جیمز باند فلمونو د راتلونکي هېرو له پاره یو هم د اوسکار جایزې ګټونکی کلیان مورفي دی. مورفي ایرلندی دی او په هکله ېې ويل شوي چې هغه به ښايي یو څه د لهجه به ولري څرنګه ېې چې په «پيکي بلیندرز» سریال کې ښودلی.
دامیان لیویس
له کله نه چې رپوټونه ورکړل شول چې دانیل کريګ نور د جمیزباند رول پرېږدي، په خلکو ګونګوسې پېل شوي چې د هغه ځای ناستی به څوک وي. په دې منځ کې یو نوم د دامیان لیوس یادیږي چې ممکن راتلونکی ۰۰۷ جیمز باند شي. خو څرنګه چې په ابتدا کې یادېده اوس نه یادیږي.
ښځینه آپش - جیلین ندرسن
آیا دنیا به دې ته حاضره وي چې د مستر باند کريکټر دې مس باند ته شي؟ که څه هم د جیمز باند فلمونو د مرکزي رول له پاره به يو ښځه ډېره بريالۍ نه وي، خو بیا هم دغه اقدام به خپل جذابیت ولري. که داسې وشي نو یو انتخاب کېدای شي جیلین اندرسن وي.
ډيويد بيکهم
د راتلونکي جیمز باند نقش له پاره پر ډېوېد بیکهم هم حساب کيږي. بیکهم پخوا د فوټبال ستوری وو چې مانچستر یونائتډ او ریال مادرید مشهورو ټیمونو کې لوبېدلی دی. خو آیا هغه به وځليږي؟
ادریس البا
البا تر ټولو ډېر خپل تلویزيوني سریال «The Wire» وتلي رول له پاره مشهور دی چې دی په کې د مخدره موادو پاچا دی. البا د ټوپک د راپورته کولو په طرز کې نوم لري. خو البا په ۲۰۲۳م کې وويل چې کله بحثونه «یوازې د نژاد په هکله وي»، له دغه انتخابه تير شو.
روبي وېليمز
یوه بله علاقمنده بهرنۍ څيره وتلی سندرغاړی روبي ویلیمز دی. ویلمیز آن په ۱۹۹۸ کې باند سره د علاقمندۍ په خاطر یوه بدله وېلې وه چې په کې د جیمز باند تقليد کوي. خو دی ښايي یوازې د موضوع د جذابیت له پاره اضافه شوی وی.
ټام هارډي
ټام هارډي له بلک هاک ډاو او مد مکس نه نيولې په مختلفو اکشني فلمونو کې نقشونه لوبولي دي. په دې لحاظه هغه د ډېرې تجربې خاوند دی او تر څنګ د ښه سټایل هم. وبه کتل شي چې د جمیز باند رول له پاره ورسره بخت یاري کوي او که نه.