1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ذکیه وردک: د لګېدلو تورونو په دلیل مې استعفا ورکړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

د رپوټونو پر اساس، له افغانې ديپلوماتې ذکیه وردک څخه د هندوستان په یوه هوايي ډګر کې ډېر مقدار سره زر موندل شوي دي. مېرمن وردک بیا د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له کورنۍ سره یو ځای له تهمتونو او بریدونو سره مخامخ وه.

https://p.dw.com/p/4fWIe
په هندوستان کې افغان جنرال قونسله مېرمن ذکیه وردک وايي چې د ثور میاشتې له ۲۵مې نيټې ېې خپله دنده پرېښې چې دلیل ېې پر هغې او کورنۍ ېې شوي شخصي بریدونه ښودلی
په هندوستان کې افغان جنرال قونسله مېرمن ذکیه وردک وايي چې د ثور میاشتې له ۲۵مې نيټې ېې خپله دنده پرېښې چې دلیل ېې پر هغې او کورنۍ ېې شوي شخصي بریدونه ښودلیانځور: Consulate General of IR of AFG in Mum-Official Acc/X

په هندوستان کې د افغانستان سرقونسلې، ذکيه وردک، پر هغې د سرو زرو قاچاق په تړاو تر لګېدلو تورونو وروسته خپله دنده پريښې ده. هغې که څه هم د دغه قاچاق په هکله وضاحت نه دی ورکړی، خو پر خپلې اکس یا پخواني ټویټر یې لیکلي چې «د تېرکال په اوږدو کې د خورا زیاتو شخصي سازمان شوو بریدونو او تپل شوو نوم بدیو سره مخ شوم...»

د ذکیه وردک د استعفا لیک په یوه برخه کې راغلي: «دا غرضي بریدونه نه یوازې زما بلکې زما د کورنۍ او نږدې خپلوانو تر شخصي حریمه ورسېدل.»

هغه زیاتوې: «دا بریدونه چې په واضح ډول معلوميږي چې تنظیم شوي بریدونه دي پخپل ذات کې ېې زما پر کار خورا بد تاثیر کړی او د هغو ننګونو واضح بېلګه ده چې په افغانه ټولنه کې چې هره مېرمن د مثبت تغیر او پرمختګ غوښتونکې ده، ورسره مخ ده.»

هغې ويلي چې «په خواشينۍ» سره د غويي میاشتې له ۲۵مې نور په ممبئي ښار د جنرال قونسلې په توګه له خپلې دندې استعفا ورکوي.

هندي رسنیو تر دې وړاندې رپوټ ورکړی وو چې آغلې وردک د اپریل میاشتې په وروستیو کې د ممبئي په هوايي ډګر کې له ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو سره نيول شوې ده. په مارکيټ کې د سرو زور بيه ته په کتو، دغه مقدار سره زر د شاوخوا دوه ميلیونه یورو په ارزښت ول.

 دهندي رسنیو په رپوټونو کې راغلي چې یاد سره زر ضبط شوي اما ذکیه وردک د ديپلوماتيک خوندیتوب په دلیل نده نیول شوې. مېرمن وردک ځان يوازينۍ افغانه بولي چې د افغانستان په ديپلوماتیکه دستګاه کې کار کوي. د اسوشیتید پریس د رپوټ پر اساس، هغه لومړنۍ افغان ديپلوماته وه چې له طالبانو سره ېې په حکومتي چوکاټ کې همکاري کړې ده.

هندي ورځپاڼې «ټایمز آف انډیا» لیکي چې ۵۸ کلنې ذکیه وردک د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان په پخواني حکومت کې په هند کې د سرقونسلې په توګه وټاکل شوه. دغې قونسلګرۍ د افغانستان پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته او د طالبانو د بیاواکمنېدو سره خپل کار ته ادامه ورکړه تر څو په هندوستان کې د میشتو افغانانو اړتیاو او ستونزو ته رسيدګي وکړي.

هندوستان د نړۍ نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پيژندلی.

(dpa, AP) aj, si /mks/akh/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل