1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د بريد پړه منلې ده

۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

ترهګري ډلې داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د تېرې ورځې د بريد مسئوليت منلی دی. په دې بريد کې د روسيې سفارت د دوو کارکوونکو په ګدون ۶ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/4GSWz
Afghanistan Selbstmord-Anschlag in der Nähe der russischen Botschaft in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

د روسیې سفارت مخې ته دا بريد د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شو چې روسي ديپلوماتان ویزې ته د عريضه کوونکو د نومونو د لوستلو له پاره راوتلي ول.

داعش ډلې د تليګرام له لارې په نشر کړل شوي خپل پېغام کې ويلي دي چې يوه جنګيالي یې په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي د خلکو په منځ کې چې روسي ديپلوماتان هم پکې شامل ول، چوولي دي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د سفارت دوه کارکوونکي یې په کابل کې په دغه بريد کې وژل شوي دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند په تويتر کې ليکلي دي چې څلور ملکي افغانانو هم په دې بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کابل پولیس: د روسېې سفارت ته نژدې چاودنه شوې

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت بيا ويلي دي چې ځانمرګی بريد ګر «هدف ته تر رسېدو د مخه د طالبانو د ځواکونو له خوا وژل شوی دی.» په کابل کې د طالبانو پوليسو ويلي دي چې په دې چاودنه کې وژل شوي څلور افغانان قونسلي خدماتو ته منتظر ول.

دا د طالبانو د واکمنېدو راهيسې په کابل کې پر يوې بهرنۍ ديپلوماتيکې استازولۍ لومړی بريد دی.

د کريملن وياند ديمتري پيسکوف، ويلي دي چې دا بريد «يو ترهګريز او د نه منلو وړ عمل» دی. د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ويلي دي چې د روسیې حکومت په کابل کې د خپل سفارت د امنيت د ټينګولو له پاره چټک ګامونه پورته کړي دي.

د ۲۰۲۱م په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته روسیه له هغو يو څو هېوادونو څخه يوه وه چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی وساته. دا هېواد که څه هم چې طالبان په رسميت نه پيژني خو بيا هم له دغه ډلې سره تعامل او مذاکرات ترسره کوي.

طالبان: ماسکو کي د افغانستان سفارت زموږ استازي ته سپارل کيږي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د دې بريد په اړه یې څېړنې پېل کړي دي. وزارت زياته کړې ده چې «دښمنانو» ته به اجازه ور نه کړي چې «د يو څو منفي اقداماتو له لارې د دوو هيوادونو ترمنځ اړيکي زيانمنې کړي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، هم دا بريد په شديده لهجه غندلی دی او د قربانیانو له کورنيو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي هم دا بريد غندلی دی او د تويتر په خپل پېغام کې یې له طالب چارواکو غوښتنه کړې ده چې «د خلکو او ديپلوماتيکو استازوليو» امنيت دې تامين کړي.

واک ته د طالبانو له بيا رسېدو راهيسې په افغانستان کې د يو څه مودې له پاره په بريدونو کې کمښت راغلی وو خو په دې وروستيو مياشتو کې پرله پسې بريدونه ترسره کيږي چې د زياترو مسئوليت داعش پر غاړه اخلي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)