1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کابل د شنبې ورځې د چاودنې مسئوليت هم ومانه

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې د کابل ښار د پل سوخته سيمې په مربوطاتو کې د شنبې ورځ په مازدیګر د شوې ېوې چاودنې مسئولیت په غاړه واخیست.

https://p.dw.com/p/4FEWt
Afghanistan Bombenanschlag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

طالبانو منلې چې چاوديدونکي مواد په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي ول چې د چاودنې له امله ېې ۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. خو ځایي منابعو بېا د طالبانو د وینا خلاف د وژل شوو کسانو شمیر زیات ښودلی. دوی رويټرز ته ويلي دي چې په دغه پيښه کې ۸ تنه وژل شوي او  ۲۲ نور ټپیان دي. دغه چاودنه د محرم مراسمو پر مهال د کابل ښار په یوه داسې سیمه کې وشوه چې ډيری اوسيدونکي ېې شیعه ګان دي. د کابل لويديځ د دوو پر له پسې ورځو له پاره د دوو وژونکو چاودنو شاهد وو.

د جمعې په ورځ د کابل په سرکاریز سیمه کې چاودنه وشوه چې د هغې مسئولیت هم داعش منلی دی. په دغه چاودنه کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د داعش ډلې بریدونو شدت موندلی دی.