1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درو هیوادونو مسلکي کسان جرمني په زړه پوري بولي

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

هندوستان، برازیل او ترکيه د هغو هیوادونو له جملې څخه دي، چي مسلکي کسان یې په جرمني کي کار کول په زړه پوري بولي.

https://p.dw.com/p/4KQmR
Sommer auf der Ostseeinsel Usedom
انځور: Stefan Sauer/picture alliance/dpa

دغه خبره د اقتصادي همکارۍ او پراختیايي سازمان- OECD د هغه رپوټ څخه معلومیږي، چي د جرمني د کار او اجتماعي مسایلو په فرمایش یې تهیه سوی دی. د دغه رپوټ تهیه کونکو، کوم چي پرون جمعه په برلین کي وړاندي سو، په همدې خاطر د اګست میاشتي څخه د اکتوبر تر نیمايي پوري د تقریبأ ۳۰۰۰۰ کسانو څخه په ټوله دنیا کي پوښتني کړي دي. د هغوی اکثریت په انټرنیتي صفحه (Make It In Germany ) کي په جرمني کي د کار کولو او مهاجرت سره علاقه ښوولې ده.

د نشر سوو ارقامو په حواله ۷۴ فیصده پوښتل سوو کسانو عالي تحصیلات درلودل، ۱۵ فیصدو یې د معلوماتي تکنالوژۍ (IT) مسلکي زده کړي درلودې او ۹۰ فیصدو یې نه عالي تحصیلات او نه هم مسلکي زده کړي کړي وې. ۷۰ فیصده پوښتل سوي کسان نارینه او تقریبأ نیمايي یې مجرد وه.

رپوټ: جرمني ۱۳۷۰۰۰ مسلکي کمپيوټرپوهانو ته اړتيا لري

نور تقریبأ ۸۰ فیصده په دې نظر ول، چي خپل فامیلونه هم د ځانونو سره راولي.

پوښتل سوو کسانو په دې لار کي تر ټولو لوی خنډ په کار پسي ګرځیدل بللی دی. ډیری نه پوهیدل چي په جرمني کي د کار عرضې چیري او څنګه پیدا کیږي او یا څنګه د کارفرمایانو سره ارتباط قایم کړي. ځکه نو هغوی په دې لار کي د لا ډیر کومک او ملاتړ آرزو لري.