1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو پر حقونو محدودیتونه؛ پر طالبانو د مرستو بنديدو ګواښ

۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې خبرداری ورکړی چې د ښځو پر حقونو د طالبانو بندیزونه به احتمالاً پر دغه هیواد د مرستو د کمېدو سبب وګرځي. روزه اوتونبایوا وويل په دې صورت کې به د نغدي ډالرو د کڅوړو مقدار هم کم شي.

https://p.dw.com/p/4OR29
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې، روزه اوتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې، روزه اوتونبایواانځور: Shen Hong/Xinhua/IMAGO

افغانستان يوازنی هیواد دی چې ملګرو ملتونو ورته د ۲۰۲۳م کال له پاره د ۴ اعشاريه ۶ میليارده ډالرو مرستې د انتقال غوښتنه کړې، چېرته چې دوه دریمه برخه نفوس ېې چې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي تشکيلوي، نجات ته اړتیا لري.

خو مېرمن اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وويل چې د طالبانو له خوا پر ښځو باندې لګول شوو بندیزونو دغه مرستې په خطر کې اچولي دي. طالبانو د نجونو پر مخ د متوسطه ښوونځيو او لیسو دروازې تړلي او پوهنتونونو ته له تلو ېې هم منع کړي دي.

همدارنګه ښځې نشي کولای پارکونو ته ولاړې او په خیریه غیردولتي سازمانونو کې کار وکړي. ښځې اجازه نه لري چې له نارينه محرم پرته له کوره ووځي او له کوره باندې ېې باید مخونه پټ وي.

ورته نور ولولئ: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې، روزه اوتونبایوا

اوتونبایوا وويل: «که چېرته ښځو ته د کار اجازه ور نه کړل شي، احتمال شته چې پر افغانستان باندي مرستي کمې شي.» هغې زیاته کړه: «که چېرته د مرستو مقدار کم شي، په هغه صورت کې به افغانستان ته د انتقالیدونکو نغدو ډالرو مقدار هم کم شي کوم چې د مرستو د ملاتړ له پاره ورته اړتیا ده.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې وويل چې د طالبانو د لګول شويو محدودیتونو له کبله په نورو پراختيايي برخو کې د لا ډيرو مرستو په هکله بحثونه هم ځنډول شوي دي، لکه د کوچنیو زيربنايي پروژو یا د اقلیمي تغیراتو له اغیزو سره د مبارزې د پالیسو په برخو کې.

امریکا متحده ایالات د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو په پلان کې تر ټولو ستر ډونر دی چې په ۲۰۲۲م کال کې ېې څه باندې یو ميلیارډ ډالر مرسته کړې ده.

ورته نور ولولئ: په افغانستان کي د مرستو د ليږد په اړه اندېښنې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند، نید پرایس، د دغو مرستو د احتمالي بندیدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې واشنګټن د مرستو د لیږد د بندولو پر اغیزو فکر کوي او په دې هکله له ملګرو ملتونو سازمان سره پر نژدې سلا مشورو بوخت دی.

پرایس زیاته کړه امریکا متحده ایالات غواړي د دې ډاډ رامنځ ته کړي چې «طالبان دې داسې ېو ناسم خیال و نه لري چې دوی به دواړه څه کولی شي، هم به د افغانستان خلکو سره کړي ژمنې عملي نه کړي او هم د نړېوالې ټولنې له عواقبو سره مخ نه شي.»

طالبان تر شل کاله جګړې وروسته، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د بهرنیو قواوو تر وتلو وروسته واک ته ورسیدل. طالبان وايي چې دوی د ښځو حقونو ته د اسلام دين په چوکاټ کې درناوی کوي، خو دوی دغه خبره له اسلام څخه د خپل سخت تفسیر له مخې کوي.

ورته نور ولولئ: د م.م. يوه بل پلاوي له طالبانو سره خپلي اندېښنې شريکي کړي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده عربي اماراتو استازې، لانا زکي نسیبه وايي چې طالبان «په سیستماتيک ډول ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي. د هغوی دغه تصمیم له اسلام او افغان کلتور سره هيڅ ربط نه لري او لا دغه هیواد په نړیواله انزوا کې اچوي.»

مېرمن اوتونبایوا د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وويل چې په ابتدا کې یو شمیر افغان مېرمنو د طالبانو له راتلو هرکلی وکړ، ځکه په دې کار سره په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیده، خو ډير ژر ېې خپلې هيلې له لاسه ورکړې.

هغې زیاته کړه: «د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د نړۍ په سطحه د ښځو د حقونو د تر ټولو سرکوبه کونکی هیواد په توګه پاتې شوی دی.» هغې وويل د دې درکول سخت دی چې یو حکومت دې څنګه د خپل نفوس د نیمايي برخې د اړتیاو خلاف حاکمیت وکړي.

ورته نور ولولئ: له افغانستان سره د مرستو بندولو په اړه د آلمان پارلمان د غړي خبرداری

(Reuters)mks/nz/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل