1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژمی او بې وزلي؛ کابل ښاریان د برېښنا له کمښته شکایت کوي

۱۴۰۲ آذر ۲۲, چهارشنبه

په افغانستان کې د ژمي له راتګه وړاندې هوا په بې سارې توګه سړه شوې چې له کبله یې کابل ښاریان او د ورڅېرمه ولایتونو اوسیدونکي د برېښنا له کمښته شکایت کوي. دوی وايي، په ۲۴ ساعتونو کې درې یا څلور ساعته برېښنا لري.

https://p.dw.com/p/4a775
Afghanistan Kabul Elektriker
انځور: Getty Images/J. Moore

د کابل ښار د دولسمې ناحیه دوه اوسیدونکي شاهین او نورزاده چې د یو خصوصي پوهنتون محصلان دي وايي، د برېښنا د نه‌شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

 د دوی په خبره، د کورونو د ګرمولو له پاره لرګي او سکاره رانیولی نشي او دولتي برېښنا یوازې دوه ساعته د ورځې او دوه یا هم درې ساعته د شپې لخوا راځي چې دوی یې په تګ او راتګ خبریږي هم نه: «د ورځې خو زه بیرون ښار کې یو ځای کې کار کوم، د شپې چې کور ته راشو، هم یخ وي هم ټول کور تیاره وي، درس خو بیخي نشو ویلی، دا یوه میاشت شوه چې همدغه مو حال دی، په خدای ټول ماشومان مو مریضان شوي دي.»

«د بیلونو وخت چې شي، ښه ډبل ډبل بیلونه را روان وي، خو اوس وګوره په دې ژمي کې په دې یخ کې موږ برق نه لرو، لرګي من په سل افغانۍ دي، سکاره هم نشو اخیستلی، خو چې برق وي سړی به برقي بخاری ولګوي، زه خپله دوکان هم لرم، ولا یخچال له پاره جنراتور چالانووم له پیسو یې خلاص کړم.»

دا یوازې د کابل ښار د یوې سیمې د اوسیدونکو وضعیت نه دی، بلکې په ټول کابل او ورڅیرمه ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه شته چې خلک یې له بیلابیلو ننګونو سره مخ  کړي دي.

د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال همدا څه موده مخکي، په کابل کې یوه خصوصي شرکت ته د شبرغان ښار - الوان دښتې د لین وصل او د الوان دښتې د سبسټېشن د پراختیا چارې په قرارداد ورکړې او دا هغه پروژه وه چې د تېر جمهوري نظام له لوري یې قراردادي شرکت ته تر ۲۰۲۱م کال پورې د پای ته رسولو وخت ورکړل شوی و.

دا یوازې د کابل ښار د یوې سیمې د اوسیدونکو وضعیت نه دی، بلکې په ټول کابل او ورڅیرمه ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه شته چې خلک یې له بیلابیلو ننګونو سره مخ  کړي دي.
دا یوازې د کابل ښار د یوې سیمې د اوسیدونکو وضعیت نه دی، بلکې په ټول کابل او ورڅیرمه ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه شته چې خلک یې له بیلابیلو ننګونو سره مخ  کړي دي.انځور: DW/R. Elham

د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په همدې موخه جوړې شوې خبرې غونډې ته وویل چې د یاد سبسټېشن له پراختیا سره د وارداتي برېښنا لګښت کم او د کابل په ګډون به ګڼو نورو ولایتونو ته د برېښنا لیږد اسانه کړي.

افغانستان اوسمهال له خپلو شمالي ګاونډیو هېوادونو تاجيکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا ترلاسه کوي چې هرکال یې په بدل کې میلیونونه ډالر ورکوي.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوس یوازې ۲۰سلنه برېښنا په هيواد کې له داخلي سرچینو پوره کوي چې شاوخوا ۱۹۱ میګاواټه کیږي او پاتې ۸۰ سلنه یې چې ۷۱۸.۵  میګاواټه کیږي له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.

د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي څه موده وړاندي ويلي ول چې په کابل ښار او ورڅیرمه ولایتونو کې د برېښنا د کمښت تازه ستونزه په ازبکستان هېواد کې د یوې تخینکي ستونزې له امله ده چې ډير ژر به حل او برېښنا د کمښت اوسنی ستونزه به ورسره حل شي: «دا مشکل داخلي نه دی، موږ چې له ازبکستان څخه کوم برق اخیستی، په هغې کې همالته مشکل پیدا شوی، مقابل لوري ډاډ راکړی چې ستونزه به ژر حل کړي.»

د یادونې وړ ده چې کارپوهان تل ټينګار کوي چې افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې پراخې سرچینې لري چې کولای شي په پریمانه کچه برېښنا تولید کړي.

روانې اوبه، د ډبرو سکاره، بادونه او هر کال اته میاشتې لمر هغه سرچینې بلل کیږي چې د کارپوهانو په بارو په افغانستان کې ورڅخه په لوړه کچه برېښنا تولید کیدلی شي.

ل.س / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie