1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پارلمان د عمران خان د عدم اعتماد طرح رد کړه

۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبه

د پاکستان پارلمان د يکشنبې په ورځ د دې مطلب په بیانولو سره چې «بهرني قدرتونه» د دغه هیواد په دموکراتيکو پروسو کې لاسوهنه کوي، د صدراعظم عمران خان په هکله د بې باورې یا عدم اعتماد وړاندیز شوې طرحه رد کړه.

https://p.dw.com/p/49OYe
Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

ټاکل شوې وه چې دغه پروسه نن پیل شي خو د تمې خلاف عمران خان په واک کې دی او کابینه منحل شوه.

په پام په کې وو چې د پاکستان پارلمان نن د يکشنبې په ورځ (د اپریل پر دریمه) د دغه هیواد صدراعظم، عمران خان ته د اعتماد یا عدم اعتماد رايه ورکړي. د پاکستان د پارلمان مرستيال ویاند، قسیم سوري د جلسې په پیلیدو سره وويل: «دا د عدم اعتماد رايه د اساسي قانون خلاف ده. زه د د اساسي قانون پر اساس د عدم اعتماد دغه رایه ردوم.«

عمران خان د پارلمان له مرستیال ویاند څخه مننه کړې ده. هغه تازه پر خپل فیسبوک پاڼه هغه مرکه خپره کړې چې د پاکستان ملي تلویزیون (پي ټي وي) سره ېې کړې ده. خان په دغې مرکه کې وايي: «زه غواړم ټول ولس ته مبارکي ورکړم چې په ملي اسمبلې کې زموږ ویاند د رژیم د تبدیلولو طرحه رد کړه.«

خان په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې د عدم اعتماد دغه طرحه له هیواد څخه بهر پلان شوې وه او تر شا ېې «یوه بهرنۍ اجنډا» وه. د پاکستان صدراعظم ولس ته په خطاب کې وویل چې د دغې طرحې تر شا «غداران» ول او سازش شوی وو.

خان وويل چې په پارلمان کې د عدم اعتماد طرحې تر رد کیدو وروسته ېې ولسمشر ته سپارښتنه ولیږله چې «کابینه منحل کړي»، تر څو ولس د انتخاباتو له لارې په خپله فیصله وکړي چې څوک غواړي.

عمران خان له پي ټي وي سره په خپله مرکه کې زیاته کړه چې «له بهر څخه سازش، فاسد او د پیسو په بورې باندې اخیستلي خلک» دې د پاکستان د برخليک فیصله نه کوي. هغه همدارنګه وويل چې دغه ډول مصرف شوې پيسې به ضایع کيږي او هغو خلکو چې دا ډول پيسې اخیستي هغه دې په خیریه برخو کې مصرف کړي.

خان وويل چې د پاکستان ولسمشر ته د هغه لیک په رسیدلو سره به کابینه منحل او نوو انتخاباتو چارې به پيل شي. د تازه رپوټونو له مخې، د پاکستان کابینه منحل شوې ده. د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا وايي چې ټاکل شوې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې په پاکستان کې تازه انتخابات وشي.

د پاکستان د اوسني لومړي وزیر عمران خان، ګوند د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې غوڅ اکثریت نه وو ترلاسه کړی. عمران خان د مسلم لیګ ق، متحده قومي مومنټ او ځینو نورو ګوندونو سره د ائتلاف په پای کې واک ته رسیدلی وو.

کله چې د اپوزیسیون ګوندونو د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک وړاندې کړ، نو په لومړي سر کې ورسره د واکمن ګوند ځیني منحرف شوي غړي یو ځای شول. تر هغې وروسته د بلوچستان عوامي ګوند او د متحده قومي مومنټ استازو هم له اپوزیسیون سره په ائتلاف کې شامل شول. په دې ډول په قومي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې د عمران خان ګوند سره په واک کې د پاتیدو له پاره د اړینو څوکیو شمیر هم راکم شوی.

(AFG)mks/akh/SM